حماس په فرانسه کې د شارلي ابدو مجلې پر دفتر خونړی برید غندلی

د حماس اسلامي ډلې په فرانسې کې د شارلي ابدو مجلې پر دفتر خونړی برید غندلی دی.

د حماس له خوا د شنبه په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې دغه راز د اسرایلو د صدراعظم بین یامین نتنیاهو هغه څرګندونې رد شوي چې په هغه کې د پاریس برید د حماس له راکټي بریدونو سره مقایسه شوی دی. بین یامین نتنیاهو وړاندې ویلي وو چې د پاریس برید د حماس هغه راکټي بریدونو ته ورته دی چې په اسرایلو کې یې ملکیان په نښه کړي.

د حماس ډلې له خوا په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې دواړو بریدونو تر منځ چې یو یې زموږ د خلکو مقاومت څرګندوي او بل یې نړیوال تروریزم دی؛ هیڅ ډول تړاو نشته.

په همدې حال کې د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي ویلي؛ ولسمشر محمود عباس د دې پیښي په اړه د خواخوږۍ لپاره د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره خبرې کړي دي.

مالکي دغه راز وايي، په راتلونکو ورځو کې به د فلسطین د مسلمانانو او مسیحي مشرانو یوه ډله له فرانسې سره د همدردۍ ښودلو لپاره هغه هیواد ته سفر وکړي.