کابل ته د مولانا فضل الرحمن پر راتګ تند غبرګونونه

د پاکستان د سیاسي ګوندونو د پلاوي په ترکېب کې د مولانا فضل رحمان سفرچې ټاکل شوې سبابه ترسره شي د ولسي جرګې او د افغانستان د سیاسي کړیو تند عکس العملونه راپارولي دي.

دوي وايي چې افغان حکومت باید په دې پلاوي کې د پاکستان د جمعیت العلماء الاسلام ډلې مشرمولانا فضل الرحمن چې په افغانستان کې جنګ روا بللی نه وي شامل کړی.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د سیاسي ګوندونو دا پلاوی به سبا پنجشنبې د افغان ولسمشرپه بلنه کابل ته راشي.

سره له دې چې د افغانستان د ولسي جرګې غړي او یو شمېر سیاسي کړۍ دغه هېواد ته پاکستان د سیاسي ګوندونو سفر ګټور بولي خو د پلاوي په ترکېب کې د مولانا فضل الرحمن شتون د دوې د اندیښنې وړ مساله ده.

د ولسي جرګې غړې شکرېې بارکزي د چهارشنبې به ورځ ازادۍ راډيوته وویل چې افغان حکومت نه باید هغه شخص دعوت کړي چې په افغانستان کې جنګ روا بللی:

″د یوه پاکستاني پلاوي راتګ افغانستان ته هغه هم چې د دې پلاوي ځیني کسان زموږ مشروع نظام تر پوښتنو لاندې راولي، په افغانستان کې جګړه روا بولي، داسې سفرونه نه شي کولای چې د هغوي نظر او باور د افغانستان په اړه بدل کړي.″

د ولسي جرګې غړی اسدالله سعادتي هم ورته نظرلري خو وايي چې کابل ته د پاکستان د سیاسي ګوندونو د پلاوي په دې ترکېب کې یو شمېرهغه کسان هم شامل دي چې په افغانستان کې د جنګ د دوام پلوي نه دی:

″د دې پلاوي په ترکېب کې ځیني داسې کسان دي چې مخکې یې له افغانستان سره مخالفت نه درلود یعنې د پاکستان له لورې د طالبان د ملاتړ پلوي نه وو دوهمه خبر دا چې په دوي کې یو متفاوته څیره شته هغه مولانا فضل الرحمن دی، په لومړی قدم کې افغانستان باید دا اجازه نه وي ورکړي چې د دې پلاوی په ترکېب داسې یو شخص وي.″

ټاکل شوې وه چې د پاکستان د سیاسي ګوندونو پلاوي د چهار شنبې په ورځ کابل ته راشي خو د نامعلومو دلایلو له مخې دغه سفر یوه ورځ شاته شو.

په ارګ کې یو شمېر سرچیني وايي، چې دا پلاوي د پنجشنبې په ورځ له افغان ولسمشرسره ګوري.

د راپورونوله مخې د پاکستان دغه سیاسي ګوندونه او رهبران به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روابطو، د دواړو هېوادونو په امنیتي وضیعت او له ټروریزم سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د سیاسي ګوندونو په دې پلاوي کې؛ اسفندیار ولي، افراسیاب خټک، افتاب شیرپاو، مولانا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزی شامل دي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست د دغو ګوندونو د رهبرانو د نومونو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني بیا کابل ته د پاکستان د سیاسي ګوندونو دا سفر ګټور بولي:

″زه فکرکوم د پاکستان پلاوی چې افغانستان ته را روان دی کېدای شي نېکې پایلې ولري، کېدای شي د موجوده تشنج د لمنځه وړلو لپاره ګټور وي.″

د کارپوهانو په وینا د افغان او پاکستاني چارواکو دا ډول تګ راتګ به د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې هوارې او ترډېره به ښوو اړیکو او همکاریوو ته زمینه برابره کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ