خوست: د ورزش د پرمختیا او غوړیدا لارې چارې

د خوست یو شمېر ورزشکاران او د سپورتي کلپونو او لوبډلو مشران وايي، که چیرې په دې ولایت کې د سپورتي چارو په مدیریت کې ښه والۍ راشي او د بیلابیلو لوبو له پاره میدانونه جوړ شي، نو په دې ولایت کې به د اوس په پرتله څو برابره نور هم ورزش پرمختګ وکړي.

دوی د ورزشکارانو انسجام، سالمه سیالي او په خپلو کې د همغږیتوب منځته راتګ هغه اړتیاوې په ګوته کوي، چې د ورزش د بهیر په پرمختیا کې ګټور تمامیږي.

په سویل ختیز زون کې د ورزش او ځوانانو د پرمختیايي سازمان مشر محمدیونس اهنګر مشال راډیو ته وايي، چې په خوست کې باید د ورزش اداره سالمه او مسلکي شي، تر څو سپورټ ته پرمختیا ورکړي او ټول ورزشکاران په ځان راټول کړي:

″د ورزش د بهبود او پرمختګ له پاره په اول قدم کې ښه مدیریت په کار دی، یوه داسې سالمه اداره باید منځته راشي، چې په هغه کې فسادګر خلک نه وي، په هغه کې مسلکي او فني کسان موجود وي او په رښتیني مانا باندې وکولای شي، چې ورزشکاران په ځان باندې راټول کړي.″

په خوست کې د کریکټ بورډ استازی سیدعالم نسیم د سپورتي میدانونو د جوړولو او د لازمو ورزشي توکو د برابرولو اړتیا ته اشاره کوي:

″دا چې په خوست کې د کفایت په اندازه لوبغالي او نور ورزشي سامان الات نشته، چې په خپلو کې مسابقې وکړي، نو زما هیله داده، چې د سپورت دې اړخ ته پاملرنه وشي، یقین لرم چې په دې صورت کې به ورزش د اوس په پرتله درې برابره نور هم پرمختګ وکړي.″

ځوان ورزشکار نعمت الله حلیم په دې اند دی، کچیرې د ورزشکارانو هڅونه او تشویق ډېر شي، نو ډیری ځوانان به سپورت لوري ته مخه کړي.

د قلم مدني ټولنې مشر نقیب الله سیال د ورزش د پرمختیا له پاره د انسجام، سالمې سیالۍ او همغږیتوب د اصلونو پلي کیدنه لازمه بولي:

″ټول ورزشکاران باید یو قوي انسجام ولري، دوی باید په خپلو کې متحد شي، د دوی تر منځ باید سالمه سیالي وي او د یو بل حمایت او ملاتړ وکړي، دوی باید په خپلو کې ناسالم رقابت ونکړي، په خپلو کې باید همغږیتوب ولري او په خپلو کې دې ملګرتوب وپالي.″

د خوست د المپیک امر عزیز ملنګ وايي، چې دوی په دې ولایت کې د ورزش د پرمخیتا له پاره بې توپیره نه دي پاتې شوي او په راتلونکې لمریز کال کې د مرکز او ولسوایو د ورزشکارانو تر منځ يې پراخو سیالیو ته پلانونه جوړ کړي دي.

نوموړی وايي، چې د یو شمېر لوبو له پاره يې د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په قیمت د لوبغالو د جوړولو پروژې هم ډیزاین کړي، چې هیله من دي، د نوي کال په اوږدو کې به دا پروژې عملي شي:

″د الله تعالی په فضل موږ غواړو په نوي لمریز کال کې د ټولو لوب ډلو تر منځ په ځانګړي ډول ولسوالیو کې سیالۍ ترسره کړو، همدارنګه هغو سپورتي رشتو ته چې تر اوسه ځایونه نه لري، هغو ته به ځایونه جوړ شي، په همدې توګه مو د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د سپورت په برخه کې پروژې ډیزاین کړي او د معارف سکټور ته مو وسپاره، چې انشالله ډېر ژر به پرې اقدام وشي.″

د یادونې وړ ده، دا مهال په خوست کې تر پنځوسو زرو زیات ځوانان او تنکي زلیمان په منظمو لوبډلو او ورزشي کلپونو کې تمرین کوي، همدرانګه په ښار، ولسوالیو او کلیو کې د بیلابیلو لوبو ټورنیمینټونه جوړیږي، چې نندارۍ ته يې زرګونه خلک راټولیږي او د سیالیو پر مهال خپلې لوبډلې تشویقوي.

راپور: نجیب الله الوخېل