شمالي وزیرستان: بې پیلوټه امریکايي الوتکو حافظ ګل بهادرپه نښه کړی

د امریکا بې پیلوټه الوتکو تېره شپه په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو یو قوماندان حافظ ګل بهادرپه نښه کړی وو چې د راپورونه له مخې لږ تر لږه شپږ سخت دریځي په کې ووژل شول.

ځیني پاکستاني امنیتي چارواکو په دې شرط چې نومونه یې څرګند نه شي ویلي چې یو توغندی د حافظ ګل بهادر پر مرکز لګیدلی او دوهم توغندۍ په سیمه کې د یوه ازبک قوماندان مرکزته نږدې ځای ویشتی دی.

د پاکستان پوځ مخکې ویلي و چې د خیبراېجنسۍ په قبایلي سیمو کې په هوايي حملو کې یو دېرش وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې حملو کې د افراطي وسله والو څلور مرکزونه او د انتحاري حملو د زده کړو یو مرکز ویجاړه شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې له تېرپسرلي راهیسې په شمالي وزیرستان کې په پوځي عملیاتو کې تردولس سوه زیات وسله وال وژل شوي دي.