بې پیلوټه الوتکوپه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو یو قوماندان په نښه کړ

د امریکا بې پیلوټه الوتکو تېره شپه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پاکستاني طالبانو یو قوماندان په نښه کړ.

پاکستاني امنیتي چارواکو په دې شرط چې نوم یې افشا نه شي ویلای چې بې پیلوټه الوتکو په پرونۍ حمله کې دوه توغندي وویشتل چې یوه یې د طالبانو د قوماندان حافظ ګل بهادر مرکز وویشت او دوهم د یوه ازبک قوماندان څېرمه مرکز په نښه کړ.

له دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي و، چې د خیبراېجنسۍ په قبایلي سیمه کې د هوايي حملو په ترڅ کې یې یودېرش وسله وال وژلي.

د پاکستان د پوځ له خوا په خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې په دې حملو کې د افراطي وسله والو څلورمرکزونه او د انتحاري حملود زده کړو یو مرکز ویجاړه شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې له تېرپسرلي راهیسې په شمالي وزیرستان کې د پیل شویو پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې له دولس سوو زیات وسله وال وژلي دي.

د پېښور پر یو ښوونځي له وسله وال برید وروسته چې له یوسل او دېرشو زیات زده کوونکي یې ووژل، د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د وسله والو ډلو پرضد عملیاتو ته زور ورکړ.