الفتي: د پوهنې وزارت باید دیني مدرسې په خپل کنټرول کې ولري

د مشرانو جرګې ځيني غړي د پوهنې له وزارته غواړي چې، په افغانستان کې د دیني مدرسو پرفعالیتونو څارنه وکړي.

یو شمېرسناتورانو د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې، په ولایتونوکې په زیاتره دیني مدرسو کې زده کونکونکو ته افراطیت ښوول کېږي.

خو د پوهنې وزارت وایې، تراوسه داسې نه دي شوي چې د دغه وزارت په چوکاټ کې شاملو مدرسو کې دې دا ډول زده کړې جریان ولري.

د افغانستان مشرانو جرګه په دغه هېواد کې د دیني مدرسو پر وضعیت اندیښنه څرګندوي او وایې چې، حکومت باید پرې څارنه ولري.

د مشرانو جرګې غړیو د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل چې، د دیني مدرسو څخه باید د سیاسي فعالیتونو او افراطیت په هدف کار وانخیستل شي.

د مشرانو جرګې منشي سید عزیز الله الفتي وویل چې، د پوهنې وزارت باید دیني مدرسې په خپل کنټرول کې ولري:

″له افغانستانه بهر چې کومې مدرسې دي، د هغوي اسناد باید له دې وروسته محاسبه نشي، بلکې باید د کورنیو مدرسو سندونه معتبر وګڼل شي څو له یوې خوا دا مدرسې په کنټرول کې وي او له بلې خوا په افغانستان کې د افراطیت انګیزې ته زمینه برابره نه کړي.″

ځینوسناتورانو په بادغیس کې د یوې مدرسې د یوه طالب له خوا د یوه پولیس وژنې ته اشاره وکړه او هغه یې د اندیښنې وړ وباله.دغه پيښه دوه ورځې مخکې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې وشوه.

له دې وړاندې له کندزه هم داسې راپورونه خپاره شول چې، هلته په یوې دیني مدرسې کې نجونو ته د دیني زده کړو ترڅنګ افراطیت ښودل کېده او د انتحاري حملو د ګټو په اړه هم بحثونه کېدل.

سناتور ولي شاه نایب زاده بیا وایي چې، که د پوهنې وزارت په دې اړه اقدام ونه کړي نو، د ده په وینا یوه ورځ به خلک د دیني مدرسو د طالبانو په وړاندې پاڅون وکړي:

″موږ څو ځلي د پوهنې وزارت ته مراجعه کړې چې، مدرسې باید د حکومت په چوکاټ کې شاملي شي.

زه له مجلسه غواړم پردې موضوع غور وکړي، چې خدای مکړه خلک بیا د مدرسو د طالبانو په وړاندې پاڅون ونه کړي.″

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا زر دیني مدرسې او یو پنځوس دارالعلومونه شته چې لسګونه زره کسان په کې دیني زده کړې کوي.

د دغه وزارت چارواکي وایي، کومې دیني مدرسې چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، تر جدې څارنې لاندې دي.

د پوهنې سرپرست وزیرمحمد اصف ننګ ازادۍ راډیوته وویل چې، تردې دمه د افغانستان په دیني مدارسو کې داسې نه دي شوي چې په کې دې افراطیت وښودل شي:

″هغه مدرسې چې د دیني علومو زده کړې کوي او د معارف په چوکاټ کې دي.

موږ تراوسه داسې کوم ریکارډ نه لرو چې کومه مدرسه یا دارالعلوم دې داسې کار وکړي. زه نه پوهیږم زموږ د ملګرو هدف څه دی، خو د تعلیم، تعلم او دیني علومو سپکاوی لازم نه دی.″

له دې وړاندې د پاکستان دیني مدرسو ته د افغان ځوانانو د تلو په اړه هم داسې اندیښنې موجودي وې چې، هلته ورته د افراطیت او د افغان حکومت پرضد روزنه ورکول کېږي.

کتونکې وایي، په افغانستان کې د جګړواو چاودنو د مخنیوي یوه لاره دا ده چې، په هېواد کې دننه د ځوانانو دیني زده کړو ته پام وشي او د ګاونډیو په ځانګړي توګه پاکستاني مدرسو له تګه یې مخه ونیسي.