روسیي ډیرد ناټو د دفاعي سیستم په اړه د پلټنې هڅه کړې

چارلس ریکناګل

د فضایي حریم له سرغړونې نیولې بیا ترپاروونکو پوځي تمریناتو پورې، روسیي له سړې جګړې را وروسته تربل هر وخت په ۲۰۱۴ کال کې ډیرد ناټو د دفاعي سیستم په اړه د پلټنې هڅه کړې ده.

چارلس ریکناګل په خپل یوه راپورکې لیکي چې:Charles Recknagel

″دا دوهم ځل دی چې يوه روسیې پوځي الوتکه د یوه لودیځ هېواد د جاسوسۍ لپاره د سوداګریز راداره د تیښتي په هدف د زیګنال لیږلو سیستم بندوي او له مسافر وړونکې الوتکې سره ټکر ته نژدې کېږي.″

ترټولو وروستۍ پیښه یې د ډسمبر پر دیارلسمه د سویډن په هوايي حریم کې وشوه.

ترهغه وړاندې د مارچ په دریمه د بالتیک سمندر پرسرد کوپن هاګن په جنوب ختیځ کې دا پیښه وشوه.

یادې شوې دواړې پیښې د روسیې د هغو پلټنو په نتیجه کې رامنځته شوي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د لویدیځ د دفاعي وړتیا د موندلو په هدف کړي دي.

د روسيې له خوا په دې سطح اقدامات له سړې جګړې راوروسته نه وې شوي.

روسي الوتکې دغه راز په دې پلټنو کې د لویدیځو هېوادونو تر سرحدونو اوښتي دي او د لویدیځو سمندري کښتیو ته رسیدلې تر څو د ناټو له خوا د غبرګون شمېر او تګ لاري وازمایي.

توماس فریرپه لندن کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز د اروپایې مشرانو د شبکې یو غړی او څیړونکې دی.

توماس وایي، په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو غړو هېوادونو ترسل ځله ډیر د دغه ایتلاف د دفاعي سیستم په اړه د روسیې الوتکې د پلټنو مخه نیولې ده.توماس فریر دغه حالت له سړې جګړې سره داسې مقایسه کوي:

″ سړې جګړې له ټولو خطرونو سره سره یو داسې عنصر درلود چې وړاندوینه یې کېدای شوه.

په ډیرو برخو کې یوه همکاري او د لوبې د رول په اړه یو پراخ درک موجود وو. خو اوس داسې څه نشته.″

د روسیې له خوا پلټنې داسې مهال کېږي چې ناټو او روسیې دواړو د اوکرایین د پوځي بحران په اړه پوځي اماده باش لوړې سطحې ته رسولی دی او دواړه لوري غواړي د یو بل په اړه لا ډیر پټ معلومات ترلاسه کړي.

روسیې په بالتیک حوزه کې خپل پوځي فعالیتونه ډیرکړي او په همدې حال کې ناټو د مسکو د مداخلې په وړاندې د مقاومت لپاره په غړو هېوادونو لکه پولنډ، لیتوانیا، لیتویا او استونیا کې د دفاعي سیستمونو وړتیاوې ډیرې کړي دي.

د ناټو په فعالیتونو کې د بالتیک سمندرپه سیمه کې د هوایي ګزمې ډیروالی او د سمندري ځواکونو پیاوړتیا شامله ده.

له هغه راهیسي چې د مرکزي او ختیځې اروپا هېوادونه د ناټوله ایتلاف سره یوځای شوي، دغه فعالیتونه او هم په تورسمندرګي کې تمرینونه د دې ایتلاف په ختیځه برخه کې د ناټو ځواکونو ترټولو لویه ځای پرځای کېدنه بلل کېږي.

بل خوا روسیې په خپلو لویدیځو او جنوبي سیموکې پراخ پوځي تمرینونه پیل کړي دي چې په دې کې د اوکرایین سرحد ته نژدې سیمي هم شاملې دي.

لویدیځ هېوادونه دغه تمرینونه کېف ته د ګواښ هڅې بولي او وایي چې مسکو د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د ملاتړ لپاره د اوکرایین ختیځ ته سرتیرې او وسلې لیږلي دي.

د روسیې له خوا د لویدیځو هېوادونو د دفاعي سیستم د پلټنې تمرکز ترډیره د بالتیک سمندر پرسیمه دی، خو بل لورد امریکا او کاناډا پرسرحد هم ورته پیښې کېږي.

په دې کې هغه روسیې بم غورځوونکې الوتکې شاملې دي چې د سپتمبرپه لومړیو کې یې د کاناډا دباندې له نړېوالو اوبوڅخه پر متحده ایالاتو د کروز میزایلو د ویشتلو تمرین وکړه.
په مې میاشت کې د روسیې پوځي الوتکې د کالیفورنیا په څنډو کې ترپنځوس مایله پورې وړاندې ولاړې، چې له سړې جګړې راهیسې روسي الوتکې د امریکا سرحدونو ته دومره نه وې نژدې شوي.

په سویس کې د جنیوا د امنیتي پالیسې د مرکزیوه لوړپوړي سلاکار مارک فیناډ دا یوه خطرناکه لوبه ګڼي.

کله چې د روسیې له ولسمشره د کال په وروستۍ کلنې غونډه کې په دې اړه پوښتنه وشوه، پوتین ټوله ملامتیا پرمتحده ایالاتو واچوله.

هغه وایي، د ۱۹۹۰ کلونو په سرکې روسیې لیرې پرتوسیمو ته د ستراتیژېکو هوایې ځواکونو لیږل قطعا ودرول، خو پوتین زیاته کړه:

″د امریکا له خوا د اټمي وسلو سره د ستراتیژیکو پروازونو لړۍ لا هم دوام وکړ، د څه لپاره؟ د چا په وړاندې؟ او دوی څوک ګواښي؟″

پوتین زیاتوي:

″موږ له دوو یا دریو کلونو راهیسې دغه پروازونه بیا پیل کړي. نو اوس څوک پاروونکې دی؟ البته چې موږنه یو.″

فریر وایي، دا د سړې جګړې پرمهال د بحران یوه بیله بڼه ده، خو داسې نه ده چې نړۍ د خوندیتوب احساس وکړي.