د فلسطین د مذاکره کوونکو مشر د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د فلسطین د مذاکره کوونکو مشر "صائب عریقات" نن د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لافروف سره وکتل.

عریقات وویل، ده او لافروف د سولې د هلو ځلو او د یوه فلسطینې دولت د جوړیدو لپاره د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک پر مسودې بحث وکړ.

د پریکړه لیک مسوده چې تیره اوونۍ د فلسطینیانو له خوا اردن وړاندې کړې وه، د وروستي حل لپاره د مذاکرو بشپړیدو ته یې یو کال وخت ورکړی او له هغه وروسته یعنی د ۲۰۱۷ کال په پای کې به اسرائیل له فلسطیني سیمو څخه وځي.

اسراییلو دا مسوده په کلکه رد کړي او د امریکا متحده ایالاتو ویلي؛ دوی به يې ملاتړ ونه کړي.

روسیه د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړې دو ملاتړ کوي.