"د سولې شورا کې د ښځینه غړو رول تر ډیره سمبولیکه دی"

د افغانستان د سولې په عالي شورا کې یو شمېر ښځینه غړیو ومنله چې په یاده شورا کې د دوی رول کمزوری او تر ډېره سمبولیک دی.

د دې شورا غړې صدیقې بلخي د پنجشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبروکې وویل چې د ډېرو ولایتونو د سولې په ولایتي شوراګانو کې یوه ښځه هم غړیتوب نه لري.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د سولې د ولایتي شوراګانو ښځینه غړیو د چهارشنبې په ورځ د حکومت له اجرایي رییس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې غوښته وکړه چې باید د سولې په پروسه کې د دوی ونډه زیاته شي.

په تېروڅلوروکلونوکې چې د افغانستان د سولې عالي شورا له وسله والومخالفانو سره خبرې کړې په یوې غونډه کې یې هم د دې شورا ښځینه غړو برخه نه درلوده.

دغه څرګندونوې د دې شورا غړې صدیقې بلخي د پنجشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وکړې.

دې زیاته کړه چې د سولې په عالي شورا کې نارینه او ښځینه غړي په بین الافغانی خبرو کې ګډ نظر لري.

میرمن بلخي د سولی د عالي شورا د ولایتي شوراګانو د ښځینه غړو هغه شکایتونه هم پرځای وبلل چې د چهارشنبې په ورځ یې د حکومت له اجرایي رییس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې مطرح کړي دي:

″موږ هم منو چې په ځینو ځایونوکې د دوی شکایتونو په حقه دي په ریښتیا هم په ځینې وخت د ښځو رول سمبولیک وي هغه توان چې ښځې یې لري او ورنه باید ګټه واخیستل شوي نه دی اخیستل شوې چې دغه د دوی په تندي یو ډول ګذار دی او ورته ویل کیږي چې دغه ځای د تاسې نه دی او داسې نور.″

اغلې بلخي وویل چې د سولې په ولایتي شوراګانو کې د ښځو ونډه دوه او ترپنځو تنو ده خو په یو شمېر ولایتونو کې یوه ښځه هم غړیتوب نه لري.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د ولایتي شوراګانو یو شمېرښځینه غړیو د چهار شنبې په ورځ د حکومت له اجرایي رییس سره په کتنه کې د سولې په پروسه کې د دوی له سمبولیک رول نه شکایت کړي دي.

د افغانستان د سولې ولايتي شوراګانو ښځینه غړیو د چهارشنبې په ورځ د ملي وحدت حکومت له اجرايي رییس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وغوښتل چې د سولې د عالي شورا په نوي میکانیزم کې دې د دوی ونډه او تعداد اضافه شي.

دا افغان میرمنې په داسې حال کې د سولې په پروسه کې د زیاتې ونډې غوښتنه کوي چې ولسمشرغني څه موده وړاندې ویلي چې سوله یې د کار په لومړیتوبونه کې ځای لري او سولې ته د رسېدو لپاره باید ملي، سیمه ییز او نړېوال شرایط برابرشي.

په عین حال کې د ولسي جرګې غړې نسیمه نیازي سپارښتنه کوي چې د ملي وحدت حکومت باید د سولې په نوې میکا نیزم کې ښځو ته ډير پام وکړي:

″د ملي وحدت حکومت باید د سولې په میکانیزم کې جدي تغیرات راولي په ځانګړې توګه د ښځو په برخه کې پیژندل شوې ښځې باید شورا ته راوستل شي چې وکولای شي چې ښه رول ادا کړي او د سولې اهداف پلي کړي داسې ښځې چې په ریښتیا د سولې په معنی پوه شي.″

له وسله والوطالبانو سره د سولې په خبروکې د ښځو په زیاتې ونډې او فعال رول په داسې حال کې ټینګار کیږي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ترټولو کم پام د ښځو حقونو ته شوی و.

په دې وروستیوکې کله چې له وسله والو مخالفانو سره د سولې د بیا پیلیدو خبرې تودې شوې دي افغان میرمنې اندښمنې دي چې د ښځو په برخه کې هغه پرمختګونه د سولې قرباني نه شي چې په تېره څه باندې یوه لسیزه کې ترلاسه شوي دي.