نعیم: د قابلو د شمېر او د دوې د خدماتو د زیاتیدو لپاره ډیرې پانګې ته اړتیا ده

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په هېواد کې د نرس قابلو د روزنې او د دوی د شمېرد زیاتیدو لپاره ډيرې پانګونې ته اړتیا ده.

د دې وزارت سرپرست احمد جان نعیم دا خبرې د چهارشنبې په ورځ د ملګروملتونو د نړېوال روغتیايې سازمان او یو شمېرنورو ادارو له خوا د قابله ګانو د وضیعت په اړه د راپور د خپرولو پرمهال وکړې.

د دې راپور د خپریدو پرمهال د ملګروملتونو د وګړوصندوق یا UNFPA چارواکو هم ژمنه وکړه چې د قابلو د شمېرد زیاتیدو او مسلکي کیدو لپاره به له افغانستان سره مرستې وکړي.

په داسې حال چې اوس مهال په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال مړه کیږي د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايې، چې د دې مړینې د مخنیوي لپاره باید په نرس قابلو باندې پانګونه وشي.

د دې وزارت سرپرست احمد جان نعیم د چهارشنبې په ورځ د قابلو د وضعیت په اړه د یوه راپور د خپریدو پرمهال وویل، چې موجوده نرس قابلې د هېوادوالو یوازې ۲۳ فیصده اړتیا پوره کولای شي.

نوموړي وویل، که چیرې په افغانستان کې تر 2030 کاله پورې د قابلو شمېر60 فیصدو ته ورسول شي د اوس په پرتله څلور بربره پانګونې ته اړتیا ده.

ښاغلي نعیم همدارنګه له نړېوالو سازمانونو او افغان حکومت څخه وغوښتل چې په دې برخه کې مرسته وکړي:

″موږ له تمویلونکو هېوادونو مننه کوو چې تردې مهاله له موږ سره مرسته کړې خو بیا هم د دوي او د افغانستان د ماليې وزارت څخه غوښتنه کوو چې د قابلو د شمېراو د دوې د خدماتو د زیاتیدو لپاره له موږ سره مرسته وکړي.″

د قابلو د وضعیت په اړه د خپاره شوي راپور پربنسټ په 2002 میلادي کال کې 467 قابلو په افغانستان کې فعالیت کاوه چې دا مهال یې شمېر4600 ته رسیږي.

یاد ریپوټ د چهارشنبې په ورځ، د عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړېوال سازمان او یو شمېرنورو نړېوالوارګانونو له خوا خپور شو.

په عین حال کې د ملګروملتونود وګړو صندوق یا UNFPA سلاکارې ماهرې وویل چې دا مهال په افغانستان کې د مسلکي قابلو د شمېرپه زیاتیدو سره د مور او ماشوم مړینه له ۱۶۰۰ نه ۳۲۷ ته را ښکته شوې.

میرمن ماهره وايې چې د مور اوماشوم د ژغورلو لپاره باید د مسلکي قابلو په برخه کې پانګونه زیاته شي:

″که چېرې افغانستان په همدې ډول ادامه ورکړې، یوازې د میندو 8 فیصده اړتیاو رسیده ګې کیږي، نو د دې لپاره چې خپل هدف ته ورسیږو نو باید د اوس په پرتله څلور چنده پانګونه زیاته شي، ترڅو اکثریت افغان میرمنې د زیږون پرمهال مصونیت ولري.″

دا راپورپه داسې حال کې خپریږي چې د ملګروملتونو د یوه ریپوټ پربنسټ افغانستان په نړۍ کې د مورکیدو لپاره تر ټولو بد او خطرناک ځای دی.

روغتیايي کارکونکي وايي، د خلکو د پوهې د سطحې ټیټوالی او د روغتیايي کارکونکو په تیره په لرې کلیوکې د ښځینه کارکونکو کموالی د دې سبب شوی، چې ښځې د داسې ستونزوله امله ومري، چې مخه یې په اسانۍ نیول کیدای شي.

یو شمېرروغتيايې کارپوهان وايي، د دې لپاره چې د میندو او ماشومانو د مړینې په کچه کې کموالی راشي افغان حکومت باید د مسلکي قایلو د شمېرد زیاتیدو لپاره هڅې چټکې کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ