اشټن به د ایران او شپږو طاقتونو تر منځ منځګړیتوب ته دوام ورکړي

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو ګوښه شوې مشره کاترین اشټن به د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړیو هیوادو تر منځ منځګړیتوب ته دوام ورکړي.

فیدریکا موغیریني چې د نومبر په لومړۍ نیټه د کاترین اشټن پر ځای د اروپایي ټولنې مشري پیل کړې ده؛ میرمن اشټن یې د ایران د اټومي لانجې په ارتباط خپله ځانګړې سلاکاره ټاکلې ده.

ایران او د نړۍ شپږ پیاوړي هیوادونه؛ امریکا، چین، روسیه، بریتانیا، فرانسه او جرمني تیره میاشت ونه توانیدل چې د ایران دولس کلنه لانجمنه اټومي لانجه هواره کړي؛ نو اووه میاشتې نور وخت یې ورکړ؛ څو په دې اړه یوه تاریخي موافقه ترلاسه شي.