ويسا: د ګڼو ښوونځيو په پرانيستلو کې مو مرسته کړې

مطيع الله ويسا د قرطاسيې د وېش پر مهال

د افغانستان په ناامنو سيمو کې د تړلو ښوونځيو د پرانیستلو لپاره د یوشمېر ځوانانو هڅې روانې دي.

په دوی کې یو هم مطیع الله ویسا دی چې وايي د (قلم مبارزې په نامه ټولنې) په مرسته تر اوسه توانیدلی شا و خوا لس تړلي ښوونځي بیرته پرانیزي او له زده کوونکو سره د قرطاسیې او نورو درسي موادو مرسته وکړي.

ښاغلي ويسا له پوهنې وزارت نه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

صالح محمد صالح ورسره مرکه کړې په سر کې یې ترېنه پوښتلي چې دغه هڅه یې څنګه پیل کړه؟

Your browser doesn’t support HTML5

له مطيع الله ويسا سره مرکه

البم

د تعليم د پراختيا لپاره "د قلم مبارزه"