ایا پاکستان به په افغانستان کې له هند سره مثبته سیالي پيل کړي؟

څېړونکي وايي، هندوستان به له افغانستان سره د امنيت، اقتصاد او بشري مرستو په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. هندوستان د افغانستان په بيارغونه کې ډېرې مرستې کړي دي؛ خو اوس چې ویل کيږي؛ په افغانستان کې د نوي حکومت په راتلو سره به د دې هېواد او پاکستان تر منځ د اړيکو نوې لړۍ پيل شي؛ په دې اړه به په سيمه کې د لوی قدرت په توګه د هندوستان عکس څه العمل وي؟

ايا په راتلونکي کې به پاکستان د افغانستان په اړه خپله بهرنۍ پاليسۍ بدله کړي او په افغانستان کې به له هندوستان سره مثبته سیالي پيل کړي؟

پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني وروستي سفر په دغه دواړو هيوادونو کې خلک ښې راتلونکي ته هيله من کړي دي.

په افغانستان کې د سيمه ییزو مطالعاطو د مرکز د هند د چارو څېړونکی ضياالحق ضيا وايي؛ د پاکستان او افغانستان د اړیکو په ښه کېدو سره په افغانستان کې امنيت ټينګېدلی شي. دی وايي، پاکستان کولی شي د افغانستان د سياسي او امنيتي وضعيت په ښه والي کې د پام وړ رول ولوبوي.

د ښاغلي ضيا په وینا، په تېرو ديارلسو کلونو او له هغه مخکې وخت دا ثابته کړې ده چې د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفين په پاکستان کې وو او دي او له افغانستان سره د روابطو د ښه کولو انتخاب د پاکستان په لاس کې دی.

دی وايي، که پاکستان د افغانستان وسله وال مخالفين له حکومت سره د سولې مذاکراتو ته کښېنوي؛ دا کار به د هندوستان لپاره ګټور وي ځکه چې دغه هيواد چين ته ورته په سیمه کې اقتصادي ګټې په نظر کې لري.

د ښاغلي ضيا په وينا، د پاکستان او افغانستان تر منځ ښې اړيکې نه يوازي د هندوستان په اقتصادي ګټه دي بلکه د پاکستان او افغانستان پر اقتصاد هم د پام وړ اغېز درلودی شي؛ ځکه چې د افغانستان لپاره جنوبي اسيا ته تر ټولو غوره او لنډه لار د پاکستان له لارې ده او همدا ډول منځنۍ اسيا ته د پاکستان يوازینۍ او لنډه لار د افغانستان له لارۍ ده.

په نوي ډهلي کې د نړېوالو ستراتيژيکي او امنيتي مطالعاتو د مرکز يوه څيړونکې "اديتي ملهوترا "وايي چې هندوستان به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هم له افغانستان سره خپل روابط ښه وساتي.

مېرمن اديتي وايي، له افغانستان سره د هندوستان د ښو اړيکو دوام کېدای شي؛ پاکستان په غوسه کړي خو هندوستان به بيا هم تر خپل وس پورې له افغانستان سره مرسته وکړي؛ تر څو د دې هیواد د چارو واګي بیا د طالبانو لاسو ته ونه لويږي.

مېرمن اديتي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ هندوستان به له افغانستان سره په ګڼ شمېر برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

"د طبيعي منابعو او نورو عناصرو په پام کې نيولو سره زه فکر کوم افغانستان ډېر امکانات لري. له نظامي او پوځي مرستو پرته به هندوستان له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې اړيکې پراخې کړي او د دې روابطو نور اړخونه به په کلتوري او تعليمي برخو کې وي."

په کابل کې د هندوستان د سفارت د ويب سایټ له مخې، هندوستان دا مهال په افغانستان کې د شا او خوا دوه مليارده ډالرو په مالي مرسته د بيارغونې کارونه پر مخ بيايي.

ښاغلی ضيا وايي، په راتلونکي کې ډېر امکان شته چې پاکستان له هندوستان سره په افغانستان کې مثتبه سيالي پيل کړي.

څېړونکي وايي، پر دې سربېره چې په افغانستان کې نوی حکوت رامنځته شو او نړيوال ځوکونه له افغانستانه د وتو پر مهال دي؛ هندوستان به له افغانستان سره خپلې دوستانه اړيکې جاري وساتي او له پاکستان سره د افغانستان ښې اړيکې به يو مثبت ګام وبولي.

راپور: ملالۍ بشير