له ترکيي لا د ۱۷افغانانو مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي

تر اوسه د ترکېې په اوبوکې د ډوبو شویو افغانانو اولس مړي افغانستان ته لیږدول شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.

د دوې کورنۍ لا د غم په ټغر ناستې او فاتحې اخلي.

دا کورنۍ وايي، دوی هیڅکله هم حاضرې نه وې، چې د کورنۍ غړې دې د اروپا په مینه له مرګ سره مقابله وکړي.

د دې قربانیو د یوې کورنۍ غړیو له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې له ټولو افغانانو وغوښتل چې په هېواد کې دې هرې ستونزې ته غاړه کېږدي خو د اروپا خیالونه دې له سره وباسي.

د ترکېې په اوبوکې د ډوبو شویو افغانانو د کورنۍ غړي وایي، په هېواد کې ناامني، بیکاري، اقتصادي ستونزې او داسې نورې ټولنیزې ناخوالې هغه لاملونه دي چې، د افغان ځوانان مجبوروي چې هرډول خطرته غاړي کېږي او ځانونه بهرنیو هېوادونو ته ورسوي.

د دې قربانیانو یوه کورنۍ چې د کابل ښار په څلورمه کارته اوسیږي او د چهارشنبې په ورځ په یوه جومات کې د خپلې کورنۍ د مړو د فاتحې په ټغرناسته وه، ویل يي، که په هېواد کې د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو اواری ته تدابیر ونه نیول شي، احتمال لري، زما د کورنۍ د غړو په څیر به ګڼ نورځوانان هم د ورته پیښو قرباني شي.

حاجي عبدالحکېم چې د ترکېې په اوبو کې یې د کورنۍ پنځه غړي ډوب شوي او یو يي لا تر اوسه هم لادرکه دۍ، ازادۍ راډیوته وویل چې، د خپلې وریندارې او درې وریرونو فاتحه اخلي:

″شاوخوا دیرش کاله کېږي چې په وطن کې جنګ دی، کارنه پیدا کېږي، ځوانان له پوهنتونونو فارغیږي خو کار ورته نه پیدا کېږي، دوی اول ایران ته لاړل او بیا خبر شو ترکېي ته تللي او غواړي چې اروپا ته لاړ شي.″

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د تیرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د یوڅلویښتو افغانانو یوه ډله چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، غوښتل يي د ترکېې د اوبو له لارې رومانیي ته لاړ شي خو بیړۍ یې ډوبه او تر اوسه یې د پنځه ویشتو مړي موندل شوي دي.

دا وزارت دا هم وايي په دوه څلویښتو ډوبو شویو افغانانو کې شپږ ژوندي او یوولس لا درکه دي.

د ترکېې په اوبوکې د ډوبو شویو د کورنۍ غړي حاجي عبدالحکېم دا هم وویل، ورور يي زړګي نومیده، کابل پوهنتون يي خلاص کړی و.

میرمن يې هم لوړې زده کړې کړې وي، دواړه کلونه کلونه کار پسې سرګردانه وو، خو د روزګارخاوندان نه شول.

ده وویل، ورور یې په کابل کې هر ډول شاقه کارته اوږه ورکوله او په ډیرې سختي یې د خپلې وړې کورنۍ خرڅ ګتلی شو:

″میرمن يې څوارلسم خلاص کړی و، هغې ته هم کار ونه موندل شو.

ورورمې ویل که میرمنې ته يې کارپیدا شي، بیا هم بهرته نه ځم.

ورورمې مجبورشو، لاس ګاډي وګرځوي.″

حاجي عبدالحکېم چې، سترګې یې له اوښکو ډکې ویل یي، راپورونه وايي چې ورور یي ژوندي دي خو ټوله کورنۍ یي د اروپا د شوق قرباني شوه.

ده له ټولو افغانانو وغوښتل چې په خپله خاوره کې دې هر ډول ستونزې وزغمي خو د اروپا خیالونه دې له سره وباسي، ځکه چې نن سبا پټ او غیرقانوني سفرونه له سر، سره لوبې کول دي:

″له ځوانانو مې هیله ده، د داسې پیښې څخه چې زما ورور په کې ښکېل شو، ډډه وکړي.

خدای مهربان دی، شرایط به ښه شي.″

ده له حکومته هیله وکړه چې ځوانانو ته دې په هېواد کې دننه د کار زمینې برابرې کړي څو د هېواد د پریښودلو هڅه ونه کړي:

″له حکومته غواړو چې ځوانانو ته، نویو زلمیانو ته د کار شرایط برابر کړي او له توان او استعداده یي کار واخلي.″

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت چارواکي په داسې حال کې چې په شوي پیښې خواشیني ښيي وايي، دوی او د ترکېي حکومت هڅې تیزې کړي چې د پیښې یوولس لادرکه افغانان هم ومومي.

افغان چارواکي دا مني چې بې کاري په هېواد کې په یوې ستونزې اوښتې خو حکومت ورته تدابیر نیولي دي.

راپور: خان محمد ″سیند″