کاکړ: په سږني ژمي کې د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره یو پلان جوړ شوی

د طبیعې پېښوپرضد د مبارزې ملي اداره د هېواد د هغوسیمو لپاره چې په ژمي کې یې لارې بندېږي د خوړو او نورو اړتیاوو د تیاریو خبر ورکوي.

د دې ادارې مشردایم کاکړ ازادۍ راډیو ته همدا راز وویل چې په سږني ژمي کې د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره یو پلان جوړ شوی او اړوندو ادارو ته په دې اړه لارښوونې شوې دي.

ښاغلی کاکړ وايي، د عامې روغتیا، د کرنې او اوبو لګولو، د کلیو د پراختیا او د راستنېدونکو کډوالو د چارو وزارتونه او همدا راز د مهاجرت نړېوال سازمان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونوعالي کمېشنري له دې هڅو سره مرسته کوي.

د ده په وینا دې ادارو ژمنه کړې چې د هېواد هغو سیمو ته به چې د ژمي په موسم کې تګ راتګ په کې له ستونزو سره مخامخ کېږي، له پلان سره سم خواړه او نور د اړتیا وړ مرستې رسوي:

″په دریو- څلورو میاشتو د ژمې کې غذايي او غیرغذايي توکي او د سونګ مواد لکه سکاره، لرګي، بخارۍ او داسې نور شیان چې په ژمي کې ضرورت وي، دوی ته ورکوي.″

د ژمي له رارسېدو سره هرکال د هېواد د شپاړسو ولایتونو د لېرې پرتو سیمو خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.