ملي شورا: حکومت باید د دوست او دښمن مشخص تعریف ولري

د افغانستان ملي شورا له حکومته وغوښتل چې د دوست او دښمن مشخص تعریف ولري او له مخې یې سوله مخته یوسي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د ملي شورا د تېرې دورې د وژل شویو غړیو په یادغونډه کې وویل؛ هغه څوک چې سوله کوي باید هرکلی یې وشي او څوک چې جګړه کوي مبارزه دې ورسره وشي.

په دې غونډه کې د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د سولې پروسې ته غاړه کیږدي.

ښاغلي ابراهیمي له حکومت نه هم وغوښتل چې دوست او دښمن باید خلکو ته وپيژندل شي.

په دې غونډه کې چې نن په کابل کې وشوه؛ ګڼشمېر وکیلانو او سناتورانوهم برخه اخیستې وه.