د نورستان مشرانو او دیني عالمانو د ځنګلونو پر وهلو بندیز لګولی

د نورستان چارواکي وايي، د دغه ولایت مشرانو او دیني عالمانو پریکړه کړې که څوک د ځنګلونو په وهلو ونیول شي؛ سخته سزا به ورکول کیږي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل؛ د دغه ولایت مشرانو او دیني عالمانو دا پریکړه پرون په یوه غونډه کې کړې ده.

ښاغلی عبدالقیوم وايي، دا کار به د نورستان د طبیعي ښکلا له پاتې کیدو سره ډېره مرسته وکړي او حکومت ته هم په کار ده چې په دې سیمه کې د بریښنا بندونو او نورو تاسیساتو په جوړولو اقدام وکړي.

په نورستان کې په داسې حال کې مشرانو او دیني عالمانو د ځنګلونو په وهلو بندیز لګولی چې لا هم په کامدیش کې او هاخوا د کونړ په سرحدي ولسواليو کې ځنګلونه وهل کیږي او له پولې هاخوا پاکستان ته قاچاق وړل کیږي.