مسلمیار: حکومت دې د دوست او دښمن په وړاندې خپل دریځ روښانه کړي

د افغانستان مشرانو جرګه وایې، که حکومت د وسله والو طالبانو پر وړاندې د پټې خولې سیاست مات نه کړي، نو د ټولو نظامي او ملکي کسانو د وژنو مسوول به وي.

د دې جرګې رییس فضل هادي مسلمیارپه ټینګار سره وايي، چې د افغانستان حکومت په یوه سهامي شرکت بدل شوی، خو ولس هره ورځ په جګړه کې قرباني ورکوي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړي وايي چې ځیني حکومتي چارواکي د طالبانو د حملو ملاتړ کوي.

په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو د حملو زیاتوالی او هغو هڅو یې چې غواړي د هېواد ځیني برخې ترخپل کنترول لاندې راولي، د مشرانو جرګې غړي اندښمن کړي.

د دې جرګې رییس فضل هادي مسلیمار خبرداری ورکوي چې حکومت دې د وسله والو طالبانو د حملو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، کنه د وسله والو طالبانو روحیه به نوره هم پیاوړي شي.

ښاغلي مسلمیار د ملي وحدت له حکومته غواړي چې د دوست او دښمن پر وړاندې باید خپل سیاست او پالیسي مشخصه کړي او د هغه څه پر وړاندې له جدیته کار واخلي چې ملکي او نظامي افغانان وژني:

″حکومت نه د امنیتي ځواکونو په جنازو کې ګډون وکړ د دې علتونه باید ولټول شي له بدمرغه بدبختۍ نورې هم زیاتيږي، انګیزه د بري لومړی شرط دی که حکومت غواړي په دې ملک کې امن راشي دوست او دښمن باید وپیژندل شي او هر یوه سره د قانون په چوکاټ کې برخورد وشي.″

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړو د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په هېواد کې د روانې ناامنۍ په اړه اندیښنه وښوده.

په خپل وخت د ځینو سرتیرو د معاشونو نه ورکړه هم هغه موضوع دی چې د سنا مجلس غړي يې په غصه کړي دي.

دغه سناتوران وايي، په لوی لاس حکومت خپل سرتیري قربان کړي او که چېرې طالبان یې په منځونو کې لاره پیدا کړي کولای شي خپلې حملې نورې هم پراخې کړي.

د یو شمېرسناتورانو په وینا د کابل او واشنګټن ترمنځ له امنیتي او دفاعي تړون وروسته د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د وسله والو طالبانو حملې زیاتې شوي او په تیره یوه میاشت کې تر ډيره افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دغو سناتورانو په خبره که چېرې نړېواله ټولنه د افغانستان اوسنۍ امنیتي وضیعت ته پام ونه کړي د ترورزم د له منځه وړلو په برخه کې به دا کار د دوې ناکامي په ګوته کړي.

په هیواد کې د وروستیو نا امنیو له امله یو شمیر خلک دخپلو کورونو پریښودو ته هم اړ کړي دي.

د دفاع وزارت مسولینو د سناتورانو ددې جدي خبرو په اړه څه ونه ویل، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، چې د ځینو سیاستوالو دا رنګه خبرې د امنیتي ځواکونو پر روحیې بده اغیزه کوي:

″دا ډول نیوکې تل پر افغان امنیتي ځواکونو شوې دي، په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه تل قربانۍ ورکړې دي، دا به منصفانه نه يې او دا ډول انتقادونه به دافغان ځواکونو پر روحیه منفي اغیزه ولري.″

تمه وه چې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون له لاسلیک سره به دهیواد امنیتي وضعه ښه شي او وروستیو نا امنیو ته به دپای ټکې کېښودل شي.

خو د یو شمیر سناتورانو او خلکو په وینا له امریکا سره د امنیتي تړون وروسته په هیواد کې نا امنیو زور اخیستی دی.