د لوګر لسګونه ځوانانو ناروغو میندو ته د وینې ورکولو کمپاین پيل کړ

په لوګر کې لسګونه ځوانانو نن ناروغو میندو ته د وینې ورکولو کمپاین پيل کړ.

دغه کمپاین، د سیدجمال الدین طبي انسټیټیوټ په نوښت په دې هدف پیل شوی؛ چې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه را کمه شي.

د دې انسټیټیوټ مشر محمد عظیم فاروقي ازادي راډیو ته وویل چې د کمپاین په لومړۍ ورځ له څه باندې شلو ځوانانو څخه وینه واخستل شوه.

نوموړي وویل، چې د نورو ولایتونو ځوانان هم باید د دوی کمپاین تعقیب کړي؛ څو د هیواد په کچه د بې وزله میندو د مړینې کچه را کمه شي.

د راپورنو په اساس دا مهال ډیری بې وزله میندې د زیږون پرمهال د وینې د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.