سمنګان: د سكرو د كانونوعوايد په ميليونونه افغانۍ لوړ شوی

د سمنګان ولايت دولتي چارواكي د روان كال په ترڅ كې د ياد ولايت د سكرو د كانونو د عوايدو له لوړوالي خبر وركوي.

د دې ولايت د چارواكو په خبره چې لا هم د سمنګان په لیرو پرتو سيمو كې په غير قانوني ډول له مختلفو كانونو څخه استخراجيږي.

د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې ويلي دي چې په دې ولايت كې د امنيت ټينګښت او د مصروف كوونكو ډېره تقاضا سبب شوې چې د سكرو د كانونو په عوايدو كې په ميليونونه افغانۍ زياتوالى راشي.

د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې وويل، چې د شباشک او دهنه تور د سكرو كانونو په عوايدو كې ميليونونه افغانۍ زياتوالۍ رامنځته شوى دى.

د والي وياند همدارنګه وويل چې تېركال په مجموعي ډول له دې دوو كانونو څخه ترلاسه شوي عوايد ۱ ميلياردو ۶ سوه ميليونه افغانيو ته رسېدل.

خو هغه زياته كړه، يواځې د روان كال په شپږومياشتوكې يې د دهنه تور او شباشک د سكرو د ډبرو كانونو څخه ۱ ميلياردو ۶ سوه و پنځوس ميليونه افغانۍ ترلاسه كړي دي چې د تېر كال په مقايسه دوه برابره زياتوالى ښايي.

عزيزي وويل، دا رقم د تېركال په شپږومياشتوكې ۷۸۵ ميليونو او ۵۰۰ زره افغانيو ته رسيده، چې سږ كال يې دوه برابره زياتوالى موندلى دى.

هغه د سمنګان ولايت د ډبرو د سكرو په عوايدو كې د زياتوالي عوامل داسې په ګوته كړل:

"شاوخوا دوه برابره زياتوالى په كې رامنځته شوى دى، عوامل يې مختلف دي، لومړى امنيټ دلته مطمين دى او بل دا چې د مصرف كوونكو تقاضا هم زياته ده، دا سبب شوي چې عوايد لوړ شي."

عزیزي وايي؛ د سمنګان ولايت د ډبرو سكاره په سيمه كې لومړى ډول سكاره دي چې د كيفيت او درجې له امله د اسيا په سطح مشهور دي.

د هغه په خبره چې دولت دې په قانوني ډول د دې ولايت د ډبرو د سكارو استخراج او سوداګرۍ لپاره لازم اقدامات په پام كې ونيسي او آسانتياوې دې برابرې كړي.

دى وايي، چې دا كار په نږدې راتلونكي كې ترسره شي، نو يواځې د سمنګان ولايت د ډبرو د سكارو د كانونو عوايد كولى شي چې دولت د اقتصادي خودكفايي په برخه كې په خپلو پښو ودروي.

هغه سربېره پر دې چې وايي، په سمنګانو كې په غير قانوني ډول د كانونو استخراج دوام لري، زياته يې كړه كه د سمنګان ښار ايبك او وسلواليو ترمنځ لاره پخه شي، نو د كانونو عوايد به لا نور هم زيات شي:

"د ايبک او شپږو ولسواليو ترمنځ لاره خامه ده، كه دا لاره پخه شي، انتقال به ښه ترسره كيږي او عوايد به لا هم لوړ شي."

د سمنګان ولايت د دولتي چارواكو په خبره چې لا هم دې ولايت كې په لرو پرتو سيمو كې په غير قانوني ډول د كانونه استخراج ترسره كيږي.

دا په داسې حال كې ده چې تېر كال هم دې ولايت د سكرو ډبرو په يوه كان كې د غير قانوني او نا مسلكي استخراج له امله چاودنه وشوه او څه باندې شل تنه كان كېدنوكي يې ووژل.

مجيب الرحمن حبيب زى، سمنګان