افغانستان: د سوریې د جګړې په دواړو خواو کې افغان جنګیالي نشته

د افغانستان حکومت هغه رپوټونه رد کړل چې وایې یو شمېر افغان جنګیالي په سوریه کې د جګړې د دواړو خواوو په لیکو کې جنګیږي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې مخکې ویلي وو، چې افغان جنګیالی په سوریه کې جنګیږي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هغه رپوټونه رد کړل چې وايې، افغان جنګیالي په سوریه کې د جګړې د دواړو خواوو په لیکو کې جنګیږي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې؛ د افغانستان حکومت تخمین کوي چې شاوخوا درې زره افغان جنګیالي د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره او هم د دغه رژیم د مخالفو ډلو په لیکو کې جنګیږي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سراج الحق سراج دا خبره ردوي:

″موږ هم دغه رپوټونه د داخلي او بهرنیو رسنیو خصوصا د ایراني رسنیو له لارې اوریدلي.

بهرنیو چارو وزارت دغه رپوټونه په کلکه ردوي. موږ مخکې هم په ایران کې د خپل سفارت له لارې په دې هکله تحقیقات کړي وو. موږ له خپل سفارته معلومات غوښتي وو. د ایران دولت هم دا موضوع تایید نه کړه. خو موږ کوم سند نه لرو چې زموږ کډوال به د جګړې له دواړو لوریو سره وي او کنه؟″

سراج الحق زیاتوي سره له دې چې بهرنیو چارو وزارت مخکې تحقیقات کړي خو د نوې ادعا یوځل بیا تحقیقات کوي.

هغه وايې، که چېرې کوم هېواد له افغان کډوالو په دریم هېواد کې جګړه کې کار اخیستی وي نو دا کار د نړېوالو قوانینو خلاف دی او افغانستان به په دې هکله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړي.

افغان سرچېنو د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې؛ د سوریې په جګړه کې د افغانانو ګډون اندیښنې زیاتې کړي او کېدای شي دغه کسان خپل هېواد ته له ستنیدو وروسته د اسلامي دولت د تندلارې ډلې تر مشر تابه لاندې د افغانستان د حکومت خلاف جنګ پیل کړي.

سره له دې چې داسې شواهد نشته چې دغه افغان جنګیالي به افغانستان ته ستانه شوي وي خو افغان چارواکي وايي د اسلامی دولت ډلې د جنوبي اسیا په ځینو هېوادونو کې د خپل نفوذ د خورولو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې هم خپلې تبلیغاتي پاڼې په پښتو او فارسي ژبو خپرې کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې؛ د اسلامي دولت ډلې د طالبانو له ځینو قوماندانانو سره تماسونه نیولي دي چې خپلې خوا ته یې جذب کړي.