امریکا: د۳ تښتېدونکو افغان افسرانو څخه يوه ته د ۲۵۰۰۰ ډالرو ضمانت ټاکل شوی

په امريکا کې د کډوالو لپاره يوه قاضي د چار شنبې په ورځ د درو افغان پوځي افسرانو څخه يوه ته د ۲۵۰۰۰ ډالرو ضمانت ټاکلی دی.

تېره مياشت دغه افغان پوځيان د امريکا په مساچوسيټ ايالت کې د روزنې له تمرينونو څخه تښتېدلي وو او غوښتل يې په لويديځ کې پناه واخلي. د دې عمل له کبله، دوی له داسې حالت سره مخامخ دي چې؛ کېدای شي دغه هيواد يې بيرته افغانستان ته واستوي.

له هغو درېيو افغان پوځيانو څخه چې د امريکا په مساچوسيټ ايالت کې يې په نظامي تمرينونو کې برخه اخيستله؛ يوه ته د کډوالو د قضيو د محکمې له خوا د ۲۵۰۰۰ ډالرو ضمانت ټاکل شوی دی.

دغه افغان پوځي جګړن جان آرش نوميږي. د ده د مدافع وکيل، "متيو بورووسکي" په وينا، ښاغلی آرش به سمدستي نه خوشی کيږي. د دغه وکيل په وينا، د ضمانت دا پيسې د يوې غير جنايي قضيې لپاره فوق العاده زياتې دي.

د جګړن آرش مدافع وکيل، ماتيو بورووسکي زياته کړه:

د ده کورنۍ په مياشتني معاش ګزاره کوي. دی وايي چې، د خپلې کورنۍ د خرڅ لپاره ډېر اندېښمن دی چې؛ د راتلونکي مياشتې لپاره به څنګه ډوډۍ او د اوسېدو ځای برابروي ځکه چې د ده معاش د افغان دولت له خوا قطع شوی دی."

د امريکا د کډوالو او ګمرکاتو څارنوال مارون مولر د دې ضمانت د جريمې خلاف وو. ده د دې قضيې قاضي سټيفن کونيلي ته ويلي؛ داسې هيڅ ثبوت نشته چې آرش يا نورو دوو افغان پوځيانو د امريکا ملي امنيت ته خطر پېښ کړی وي؛ له امريکا سره د ده هيڅ اړيکې نه وې؛ نو داسې ښکاري چې له دې امله دی بلې خوا ته تښتېدی.

جګړن آرش، تورن نورالله امينیار او تورن محمد ناصر عسکرزاده د سپټمبر په شلمه د نظامي تمرين څخه له تښتېدو وروسته له مساچوسيټ ايالت څخه تر نيويارک پورې په ټکسي کې ولاړل. دوی په کېپ کوډ پوځي اډه کې په دې تمرين کې د برخه اخيستلو لپاره له افغانستانه دعوت شوي وو.

د سپټمبر په ۲۳مه دوی د کاناډا پر پوله د نياګرا له ابشار سره د سرحدي پوليسو له خوا ونیول شول او امريکايي مقاماتو ته وسپارل شول. دوی د کاناډا له سرحده په پښو اوښتي وو او هلته يې د مهاجرت لپاره غوښتنه کړې وه.

له هغه وروسته دوی په امریکا کې د بفېلو دولتي توقيف ځای ته يوړل شول. درې واړه افغان پوځيان په بفېلو کې د قانوني اقداماتو لپاره جلا جلا وړاندې شول. دوی ادعا کوي چې، په امريکا کې د دوی ويزې ختمې شوي دي؛ نو بايد افغانستان ته بيرته ولېږل شي.

قاضي پرون يوازې د آرش پر درخواست غور وکړ. څارنوال بورووسکي له دې مخکې چې د امينيار او عسکرزي قضيې وڅيړي، د تياري لپاره د اضافي وخت غوښتنه وکړه. دوی محکمې ته د اکتوبر په ۲۲مه بيا حاضريږي.

د ډسمبر ۹مه د آرش لپاره د محاکمې نېټه ټاکل شوې ده.

تېره اوونۍ په يوه مرکه کې دغه افغان پوځيانو وويل؛ دوی په امريکا يا کاناډا کې ځکه پناه غوښته چې؛ د طالبانو له تشدد څخه ځان وژغوري؛ خو اوس د خپل دولت له خوا هم د غچ وېره لري.