په افغانستان کې له پستي خدماتو د ګټې اخیستنې فرهنګ

د اکټوبر نهمه چې د میزان یا تلې اوولسمه نیټه کیږي، د پست نړیواله ورځ ده.

دغه ورځ په داسي حال کې په نړۍ کې لمانځل کیږي چې؛ په افغانستان کې یو زیات شمیر خلک یې په اړه معلومات نه لري او یا هم ورڅخه استفاده نه کوي.

سره له دې چې په افغانستان کې د افغان پست ترڅنګ د پستي خدماتو اووه نور خصوصي شرکتونه شته؛ خو یوازې د ګوتو په شمار سوداګریز شرکتونه د هغوی له خدماتو استفاده کوي.

افغان حکومت سږ کال د پست نړیواله ورځ چې د اکټوبر نهمه او د تلې اوولسمه کیږي؛ نه ده لمانځلې.

دا په داسي حال کې ده چې، عام خلک په افغانستان کې له پستي خدماتو یا خو ګټه نه پورته کوي او یا یې هم په اړه معلومات نه لري.

د کابل ښار دوو اوسیدونکو آزادی راډیو ته وویل؛ چې اوس تر ډيره خلک له انټرنټي خدماتو ګټه اخلي او په دې اړه پوره معلومات نه لري.

"۱- خلک اوس له پُسته خانو استفاده نه کوي؛ ځکه که څوک اوس د پسته خانې له لارې کوم شی استوي؛ نو هغه ډير په ځنډ رسیږي. اوس خو د انټرنټ آسانتیا شته؛ خلک له دې لارې خپلې ستونزې په ساعتونو؛ دقیقو او ثانیو حل کوي.

۲- زموږ په هیواد کې پست دومره نشته او خاص نه پیژندل کیږي. ډیر لږ خلک ورسره بلدیت لري او ځینې یې نه پيژني."

په افغانستان کې د پست لومړني خدمات د امیر شیر علي خان په وخت کې پيل شوه.

هغه وخت دا خدمات په عنعنوي ډول په لږو امکاناتو او ډیر وخت کې خلکو ته رسیدل؛ خو دوخت په تېرېدو سره یې پرمختګ کړی دی.

دا مهال افغان پست یوازینی دولتي بنسټ دی چې؛ د مخابراتو او ټکنالوژی وزارت په چوکاټ کې پستي خدمات ترسره کوي او په ټول هېواد کې څلورسوه یو شپته څانګې لري.

د دې ترڅنګ د پستي خدماتو اووه نور شرکتونه هم شته چې؛ له هغې ډلې فیډیکس، ټي ان ټي، باختر او نور شرکتونه یادولی شو.

خو د نوي ټکنالوژی په رامنځ ته کیدو سره د پست د شرکتونو فعالیتونه تر یوې اندازې اغیزمن شوي دي.

د افغان پست د ریاست مسولین هم دا خبره مني او وایي چې، اوس خلک د لیک د استولو پر ځای له ګرځنده ټلیفونونو، انټرنټ، فکس او داسې نورو وسایلو څخه کاراخلي.

خو د دغه ریاست مسولین وایي، چې د لیکونو او پارسلونو تر څنګ د انټرنټ له لارې سوداګري، پیر او پلور او داسې نورې برخې هغه خدمات دي چې؛ دوی د خلکو لپاره رامنځ ته کړي دي.

د افغان پست رییس احمد وحید له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ دوی په وروستیو کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې:

"له نیکه مرغه افغان پست چې د مخابراتو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي؛ ښې لاسته راوړني لري. موږ شاوخوا شپیته فیصده دولتي مراسلات ترسره کوو او د دې ترڅنګ د پارسلونو استول هم زموږ له وظایفو څخه دي."

نوموړی وایي، ترکیه، هند، پاکستان او دُبی د افغان پسټ د مراسلاتو ټرانزیټي لارې دي چې هم یادو هیوادونو او هم د هغوی له لارې اروپا او امریکا ته مراسلات او پارسلونه لیږدوي.

خو په افغانستان کې دننه یوه اساسي ستونزه چې؛ د پستي خدماتو شرکتونو او پست رسونکي ورسره مخامخ دي؛ هغه د دقیقو آدرسونو نشتون دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې ستونزې د لري کولو لپاره په ښارونو کې د سړکونو او کوڅو د نومولو لپاره یو پلاوی ګمارلی دی.

د دغه وزارت سلاکار جلال نوراني آزادی راډیو ته وویل؛ چې دا کار تر یو حده مخته تللی او لا هم دوام لري:

"د کابل او نورو ښارونو سړکونو مشخص نومونه نه درلودل او طبعي ده چې؛ دې کار د مراسلاتو او لیکونو په لیږدولو کې ستونزې رامنځ ته کړي وې. دې ستونزې ته په کتو یو کمیسیون رامنځ ته شو؛ څو د ښارونو لوی سړکونه او آن فرعي کوڅو باندې نومونه کیږدي. په دې برخه کې ډير کار وشو، خو لا هم پای ته نه دی رسیدلی او د کمیسیون کار دوام لري."

نوموړی وایي، په زیاتو سیمو کې بې نخشې کورونه جوړ شوي او دې کار د دقیقو آدرسونو د جوړولو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د مخابراتو او ټکنالوژی وزارت وایي؛ د پستي خدماتو له لارې تیر کال د افغان پست د ریاست عواید اووه اویا میلیونه افغانۍ وه؛ خو سږ کال له دې درکه د عوایدو کچه نه ده معلومه شوې.

د افغان پست ریاست مسولین وایي، دوی هیله لري چې دغه ریاست په یوه شرکت بدل شي؛ څو وکړای شي، خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي او له نورو خصوصي شرکتونو سره سیالي وکړي.