صدیقي: د مخالفینو د جنګي تاکتیکونو بدلون د هغوی ناکامي په ډاګه کوي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په تېریوه کال کې د وسله والو مخالفینو د جنګي تاکتیکونو پرله پسې بدلون د هغوی ناکامي په ډاګه کوي.

د دغه ریاست ویاند د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، د روان کال له پیل تراوسه وسله والو مخالفینو درې ځله په خپلو جنګي تاکتیکونو کې بدلون راوستی دی.

په عین حال کې د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په اطلاعاتي او امنیتي برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې لوړې شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ځینو ولسوالیو د ترلاسه کولو لپاره د وسله والو مخالفینو حملې، د ملي اردو د پوځیانو په نښه کول او په ورانکاره حملو کې د ماشومانو کارونه د وسله والو مخالفینو جنګي تکتیکونه چې په تېریوه کال کې کار شوي.

د دغه ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د وسله والو مخالفینو د جنګي تکتیکونو دا بدلونونه د هغوي د ستراتیژیو د ناکامۍ ښکارندويي کوي:

″په عملیاتونو، په تکتیکونو او نورو برخو کې بدلونونه دا په خپله د هماغې جنګې لارې او شیوې د ناکامۍ څرګندویه ده.

ځکه چې کله که یوه جنګي لاره او تکتیک کامیابه وي نه بدلیږي. نو د وسله والو طالبانو په تکتیکونو کې بدلون په خپله د دوی د دې لارو چارو د ناکامۍ په معنی ده.″

ښاغلي صدیقي وویل، د وسله والو مخالفینو په عملیاتو کې ناکامي ددې لامل شوې چې د دې ډلې تر منځ ان د ملا عمر د موثریت،قابلیت او ان موجودیت په اړه پوښتنې پیدا کړي.

صدیقي زیاته کړه، د دې مسالې د روښانولو په خاطروسله والو طالبانو له ملا عمر سره د لیدو غوښتنه کړې خو د وسله والو طالبانو یوه لوړ پوړي مشر ملااخترمحمدمنصور دا غوښتنه په وار وار رد کړې ده.

که څه هم د ملي امنیت عمومي ریاست د ملامحمدعمر په اړه نورډېرڅه ونه ویل خو ویې ویل چې په مجموع کې دا مسایل د وسله والو طالبانو په رهبرۍ او سوق ادارې کې اختلافونه رامنځته کړي.

د ملي امنیت ویاند ښاغلي صدیقي ډاډ ورکړ، چې ترراتلونکو درې میاشتو پورې به د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شي ځکه چې ځواکونه یې د استخباراتي او نظامي وړتیاوو له پلوه د پرمختګ په حال کې دي:

″ستاسو افغان پوځیان په تعهد، وطندوستۍ، مسلکي او پوځي روزنو او مدبرانه رهبرۍ سره وتوانیدل چې په جګړو کې برلاسي شي.

زموږ برلاسي نه یواځې دا چې اطلاعاتي ده بلکې د پوځي وړتیاوو لوړوالی هم دی چې مونږ الحمدالله ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې یو.″

د ملي امنیت عمومي ریاست په داسې حال کې د وسله والو مخالفینو د جنګي تکتیکونو بدلون د هغوی د ناکامۍ لامل بولي چې په دې وروستیو کې په بیلابیلو پيښو کې لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددغه ریاست چارواکي وايي، وسله والو ددې لپاره په ښارونو باندې تمرکز زیات کړی د خپلو مالي تمویلونکو توجه جلب کړي.

وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

راپور: صفي الله ستانکزی