د اکتوبردوهمه په نړۍ کې د عدم تشدد ورځ ده

په نړۍ کې د عدم تشدد نړېواله ورځ هغه ورځ ده چې په کې د هند مشرمهاتما ګاندي زیږیدلی دی.

ګاندي چې د هند د خپلواکې اخیستو مشري یې وکړه په نړۍ کې د مدني حقونو او ټولنیز بدلون په برخو کې د عدم تشدد د غورځنګ سر لاری ګڼل کېږي.

ګاندي په خپل ژوند کې دا ژمنه پرځای کړه چې تشدد به نه کوي حتی په هغو حالاتو کې به زیاتی نه کوي چې له ده سره زیاتی کېږي.

د روغتیا د نړېوال سازمان یو راپور وایي چې؛ هرکال څه باندې یونیم میلیون کسان د خشونت په نتیجه کې وژل کېږي.

په دغوکسانو کې څه باندې پنځوس فیصده یې له خپل ځان سره خشونت کوي یعنې ځانونه وژني، پنځه دېرش فیصده یې نور وژني او شاوخوا دولس فیصده یې په جګړو کې وژل کېږي.

البته، د مقتولانو څو برابره کسان د خشونت په وجه ټپیان کېږي.

خشونت له مختلفو جهتونو ډله بندي شوی دی.

یو تقسیم یې دا دی چې: له ځان سره خشونت، له بل سره خشونت او ډله ییز خشونت.

له ځان سره خشونت دې ته وایي چې بنیادم خپل ځان ته صدمه ورسوي.

هرکال تراته لکه زیات کسان ځانونه وژني او د دې شل برابره کسان د انتحار ناکامه هڅه کوي.

د بل چا ځورول، د تشدد دویم ډول دی. زموږ په ټولنه کې چې د انتقام کلتور ژورې ریښې لري، د بل ځورول خورا زیات دي.

د نورو ځورول یا د کوردننه وي او یا په ټولنه کې وي. د کور دننه خشونت چې د کور په چاردیوالي کې وي، معمولا د ټولنې له سترګو پټ پاتېږي.

د بهر په خشونت ممکن پولیس خبر شي او مخه یې ونیسي خود کورونو د منځ له تشدده پولیس او د قانون پلې کوونکې ادارې په ندرت سره خبرېږي.

ډله ییز تشدد د یوه کس کارنه وي بلکې یو شمېر کسان یې د نورو کسانو په خلاف تر سره کوي.

د یوې باغي ډلې ظلمونه او یا د یوه مستبد حکومت تشدد د ډله ایز خشونت مثالونه دي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان په هیواد کې د تشدد د مخنوي لپاره له نوي افغان حکومته هیله لري چې سمو خلکو ته کار وسپاري، د دې سازمان مشر لعل ګل لعل په دې اړه ازاډي راډيو ته وویل:

″له نوي افغان دولته هیله لرو چې هغه کسانو ته کار ورنه کړي چې مخکې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن شوې دي.″

د تشدد عمل په څلورو ډولونو وېشل شوی دی: فزیکې، جنسي، رواني او د غفلت په اساس تشدد.

فزیکې خشونت وهلو، ټکولو، ژوبلولو او وژلو ته وایي. رواني خشونت جسم نه بلکې د یو چا روح او روان ژوبلوي.

کترې، کنایې، سپکې سپورې او هر هغه عمل تر سره کول چې بل ورباندې خوابدی شي، په روحي خشونت کې راځي.

د مقابل جنس له رضا پرته د زور یا وېرولو له لارې جنسي عمل د جنسي خشونت اصلي ډول دی. په کم عمر د نجونو ودول او د پېغلو له خوښې پرته د هغوی په نوم کول، د جنسي تشدد هغه دوه ډولونه دي چې په افغاني ټولنه کې عام دي.

دغفلت په اساس تشدد دا دی چې هغه کسان له پامه وغورځوو چې پام ورته پکار دی.

په کورکې ناروغانو ته پام نه کول یا ماشومانو ته نه توجه، د غفلت دوې بېلګې دي.