د افغانستان په راتلونکي حکومت کې به د حامد کرزي ونډه څه وي؟

په راپور کې مو واورېدل چې ولسمشر حامد کرزی وايي؛ د متقاعد ولسمشر په توګه به په همدې خاوره کې ژوند کوي.

په پام کې ده چې منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی د راروانې دوشنبې په ورځ د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي؛ خو دا پوښتنه د ټولو په ذهن کې شته چې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې به د حامد کرزي ونډه څه وي او خلک به په تېرو دیارلسو کلونو کې د ده مشرتابه ته په کومه سترګه ګوري؟

پر دې موضوع احمد تکل د ولسي جرګې له غړې شکریې بارکزۍ سره په مرکه کې بحث کړی.

مېرمن بارکزۍ د مرکې په پیل کې د ولسمشر کرزي د دې پرېکړې ستاینه وکړه چې؛ غواړي په افغانستان کې پاتې شي او ژوند وکړي:

Your browser doesn’t support HTML5

له شکریې بارکزۍ سره مرکه