په کابل کې د ۳۱بې وزله جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول

یوې خیریه ټولنې په کابل کې د یودیرش بې وزله جوړو د واده ګډ مراسم ترسره کړل.

د دې ټولنې مسولین وایي چې؛ د دې ډله ییزواده هدف له همدې بې وزله ځوانانو سره مرسته وه، چې د واده لپاره یې پیسې نه درلودې.

دا مراسم د افغان چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوه او نویو واده کړیو ځوانانو وویل چې؛ هیله لري د دوی په څير نورو بې وزله ځوانانو ته هم د داسې ودونو زمینه برابره او دا فرهنګ په هېواد کې عام شي.

په کابل کې دا لومړی ځل دی، چې یوه خیریه ټولنه د ۳۱ بې وزله جوړو د ګډ واده لګښت په خپله غاړه اخلي.

د خیرخواه په نوم د خیريې بنسټ چارواکي وایي، د دې ډله ییزواده څخه یې هدف د هغو ځوانانو سره مرسته ده چې د ډيرې مودې راهیسې یې نجونې په نوم وي خو د واده د مراسمو پیسې یې نه درلودې.

ددې بنسټ سلاکار عبدالرحیم راشد ازادۍ راډیوته وویل، ځوانان د واده په برخه کې هم له ډیرو ستونزو سره مخ دي او پانګه وال او نورې خیریه موسسې باید په دې برخه کې هم خپلې مرستې ونه سپموي.:

″د دې لپاره چې ځوانانو او پیغلو ته مو یوه زمینه مساعده او ورسره مو کومک کړای وي مونږ دا محفل جوړ کړ.

هیله لرو چې د ډله ییزو ودونو نورمحفلونه هم زموږ د ګرانو تاجرانو او نورو ادارو له خوا جوړ شي ترڅو هغه ستونزې چې ځوانان یې د ودونو په برخه کې لري حل شي.″

په همدې ډول دې ټولنې ژمنه وکړه چې؛ دې ځوانانو سره به د کار د پیدا کولو په برخه کې هم مرسته کوي.

یو شمېردولتي چارواکي چې دې واده ته راغلي وه د خیرخواه بنسټ دا مرسته د بې وزله ځوانانو سره په تنګ وخت کې په ځای اقدام وباله.

په همدې حال کې د کابل والي عبدالجبارتقوا له نوو واده کړو سره ژمنه وکړه چې هر یو ته به د داخلي بې ځایه شوو په شارګوټي کې یوه نمره ځمکه توزیع کړي.

له دې وړاندې د ځینو نورو خیریه موسسو له لوري هم په بلخ،هلمند او هرات ولایتونو کې ډله ییز وادونه ترسره شوي دي چې خلکو یې دروند استقبال کړی.

د پنجشنبې ورځې واده کوونکو هم د نوي پیل شوي ژوند په اړه خوښي وښوده او ویي ویل، د دوي په شان د نورو بې وزله ځوانانو سره هم باید داسې مرسته وشي:

″دلته داسې ځوانان دي چې د درېیو کلونو راهسې نامزد وه دوی بیلابیلې ستونزې درلودلې خو د واده یا نکاح مراسم یې نن همدلته وشوه.

زه ډيرزیات خوشحاله یم چې په هېواد کې داسې کسان هم شته چې خپله پانګه په داسې نیکو او ارزښتناکو کارونو لګوي.″

د واده په دې مراسمو کې د ناوي او زوم له خپلوانو سربیره ډيرشمېر دولتي چارواکي هم دعوت شوي وه چې ډيرو یې په دولت انتقاد وکړ، چې د اسانه ودونو په رامنځته کولو کې یې څه کارونه نه دي کړي.

په افغانستان کې د نورو ستونزو تر څنګ د واده جګ ولوور او له هغې وروسته ګرانه بیه د واده مراسم د ودونو خنډ ګرځي چې له همدې امله ډیر ځوانان په خپل عمر کې نشي کولای خپل ژوند جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې غړي وایي دوی داسې قانون جوړ کړی چې که تطبیق شي په وادونو کې د لوړو لګښتونو مخه نیسي.