په کابل کې یوې خیریه موسسې د ۳۱ جوړو د واده ډله ییز مراسم ترسره کړل

په کابل کې نن یوې خیریه موسسې د ۳۱ بې وزله جوړو د واده ډله ییز مراسم ترسره کړل.

د دې موسسې مسولینو وویل، چې د دې کار هدف یې دا دی، چې نور سوداګر او پانګه وال هم وهڅول شي، څو له بې وزله ځوانانو سره د ودونو په مراسمو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال اکثره افغان ځوانان د بې وزلۍ له امله واده کولو ته زړه نه ښه کوي.

له دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سوداګرو د بې وزله ځوانانو ډله ییز ودونه کړي دي.