افغان حکومت د سلما بند د امنیت لپاره نوي تدابیر نیولي دي

افغان حکومت د سلما بند د امنیت لپاره د نویو تدابیرو خبر ورکوي.

د جمهوري ریاست د رسمي ویبپاڼې د خبر له مخې پرون د سلما بند د امنیت په اړه د ملي امنیت شورا په غونډه کې خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې امنیتي ځواکونه باید په هرات ولایت کې د دې ملي پروژې د امنیت لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د جمهوري ریاست بیان یادونه کوي چې د دې بند په شاوخوا کې په دې وروستیو کې تروریستي فعالیتونه زیات شوي دي.

سلما بند هند رغوي او له دې مخکې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر هغو پروژو حملې شوې چې د هند په مالي او تخنیکي مرسته جوړېږي.

هند د سلما بند پر رغونه یوسل او اتیا میلیونه ډالره لګولي او تمه ده چې دا بند به شاوخوا څلویښت میګا واټه برښنا تولید کړي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د هرات د سلما بند د رغونې چارې به له ځینو تخنیکي کارونو وروسته د ۱۳۹۴ کال په لومړیو کې بشپړ شي.