په پاکستان کې بارانونو او سيلاب ٧٣ کسان وژلي

د پاکستان په پنجاب ايالت او ددې هېواد تر ولکې لاندې کشمير په ډېرو سيمو کې د پرله پسې توندو بارانونو د اورېدو له امله، لږ تر لږه ٧٣ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان او بې کوره شوي دي.

د پاکستان د دولتي چارواکيو په وينا، د تيرې جمعې شپې راهيسې د پنجاب ايالت په مرکزي ښآر لاهور او همداراز ددې ايالت په يو شمېر نورو سيمو کې د توندو بارانونو پرله پسې لړۍ روانه ده، چې تر دې دمه په دې ايالت کې ٤٣ او په کشمير کې ٣٠ کسان وژل شوي شوي، لسګونو نور ټپيان شوي او سخت مالي زيانونه وراوښتي دي.

دوى وايي، چې ډېرى وژنې د ودانيو د نړېدو او د برېښنا تارونو د لوېدو له امله رامنځته شوي او همداراز د سيلابونو له امله د پاکستان له نورو سيمو سره د کشمير ځمکنۍ اړيکه پرې شوې ده.

د پاکستان دولتي تلويزيون، له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې NDMA د چارواکيو په حواله وايي، چې په پنجاب او کشمير کې د بارانونو له امله لسګونه ودانۍ نړېدلي، چې له امله د پنجاب د فيصل اباد، سيالکوټ، ګوجرانوله، نارووال، چينيوټ او قصور سيمو ډېرى خلکو خپل کورونه پرېښي او خوندي ځايونو ته لېږدېدلي دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې اداره وايي، چې تر راتلونکيو څو ورځو پورې به د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د توندو بارانونو دا لړۍ دوام ولري.

ددې ادارې د مشر ډاکټر حنيف د پنجاب ایالت په چناب، راوي او ستلج سیندونو کې د سېلاب راوتو خبرداری هم ورکړى دى:

" اوسنيو بارانونو تر ټولو ډېر ځاني او مالي زيانونه د پنجاب په مرکزي ښار لاهور، سيالکوټ، ناروال کې اړولى دي. د توندو بارانونو دا لړۍ به تر راتلونکيو ٢٤ يا ٣٦ ساعتونو پورې دوام وکړي، چې له امله يې په ستلج او چناب سيندونو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله د سخت سيلاب راوتو وېره ده."

له بلې خوا د پنجاب او کشمير په باران ځپلو سيمو کې د پاکستاني حکومت او ددې هېواد پوځ مرستندويه کارونه پيل کړي‎ او د پاکستان صدراعظم نواز شريف د جمعې په ورځ د پنجاب پر ايالتي حکومت غږ کړى، چې له سيلاب ځپلو کورنيو سره دې مرستې وکړي او بې ځايه شوي خلک دې خوندي سيمو ته ولېږدوي.

نوموړي همداراز د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د باران او سيلاب له امله د رامنځته شوي وضعيت د څېړلو لپاره د حکومتي کابينې يوه بېړنۍ غونډه هم رابللې ده.

پاکستان په تېرو څلورو کلونو کې د سختو موسمي بارانونو او سیلابونو له امله زیانمن شوی دی. په ۲۰۱۳م کال کې د بارانونو او سیلابونو له امله شاوخوا ۱۷٥ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او دغو بارانونو په ټول هېواد کې نزدې پېنځلس لکه کسان اغېزمن کړل .

همداراز د ۲۰۱۰م کال سېلابونه د پاکستان د تاریخ تر ټولو بد سیلابونه ګڼل کېږي، چې د خيبر پښتونخوا په ګډون يې، په پنجاب، سند او بلوچستان ايالت کې زرګونه کسان ووژل او شاوخوا ٥.٢ میلیونه انسانان د دغو سیلابونو له امله اغېزمن شول، چې یو ستر بشري ناورين یې رامنځته کړ او دې هېواد ته يې ستر اقتصادي زيان واړاوه.

راپور: ذبيح شفق