عطا محمد نور پرخپلو پلویانوغږ کړی چې؛ د انتخاباتو د لانجو په وړاندې اعتراضونو ته چمتو شي

د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند د اجراییه شورا عمومي رییس عطا محمد نور پرخپلو پلویانوغږ کړی چې؛ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستیو لانجو په وړاندې اعتراضونو ته دې چمتو شي.

ده پرخپله فیسبوک پاڼه په یوه بیان کې له خلکو غوښتي چې د شنو او نارنجي خوځښتونو د پیل لپاره لازم اقدامات وکړي.

ښاغلی نورپه دې بیان کې د شنو او نارنجي خوځښتونو جزییات او اهداف نه دي روښانه کړي خو خبرداری یې ورکړی چې د دوی د اقداماتو د عواقبو مسوولیت به د هغو کسانو په غاړه وي چې د ده په وینا پر انتخاباتو یې ملنډې ووهلې.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین دوهم مرستیال محمد محقق وايي، دوی ملګرو ملتونو ته هم خبرداری ورکړی چې د انتخاباتو د نتایجو اعلان به روان بحران نور هم ژور کړي.

ښاغلي محقق رویټرز خبري اژانس ته وویل، په سیاسي برخه کې د تحول او تداوم له ډلې سره خبرې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

د عبدالله عبدالله ملګري عطامحمدنور او محمدمحقق دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې پرون یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې که د ملي وحدت د حکومت لپاره په سیاسي خبرو او د رایو د تفتیش په بهیرکې د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیول شي نو له دې بهیره به ووځي.