ترکیه: عدالت او پرمختګ ګوند، احمد داود اوغلو د صدراعظم په دندې تائید کړ

د ترکیې واکمن، عدالت او پرمختګ ګوند، احمد داود اوغلو د هېواد د صدراعظم په دندې تائید کړ.

د رجب طیب اردوغان پرځای د داود اوغلو د ټاکنې پریکړه د چهارشنبې په ورځ په انقره کې د عدالت او پرمختګ ګوند په غونډه کې وشوه.

داود اوغلو په غونډه کې وویل، په اروپایي اتحادیه کې شاملیدل د ترکیې لپاره ستراتیژیک هدف دی او په جدیت سره به یي تعقیب کړو.

ده دغه راز وویل، ترکیه په ازاد کرکتر سره نوي اساسي قانون ته اړتیا لري.

رجب طییب اردوغان وویل، له داود اوغلو څخه به وغواړي چې د اګست په ۲۸ مه نوی حکومت جوړ او د جمعې په ورځ نوي کابینه اعلان کړي.

ټاکل شوې چې اردوغان به نن د نوي جمهور رئیس په توګه لوړه پرځای کړي.