حماس: د اسرایلي ځواکونو په هوايي حمله کې یې درې عمده قوماندانان وژل شوي

د حماس وسله والې ډلې تایید کړه چې پرغزه د اسرایلي ځواکونو په هوايي حمله کې یې درې عمده قوماندانان وژل شوي او د غچ اخیستلو غږ یې کړی دی.د حماس ویاند ویلي:

″اسراییل به د خپلو کارونو بیه پرې کړي. اسراییل به زموږ د خلکو د نیت په بدلولو او د هغوي د مقاومت په ماتولو بریالی نه شي.″

محمد ابو شماله، راید العطار او محمد برهوم چې د پنځشنبې په سهارد رفح په جنوب کې وژل شوي، د حماس ترټولو عمده قوماندانان ګڼل کېږي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د خپلو استخباراتو او پوځ فوق العاعده کار ستایلی دی.

ملګرو ملتو د چهارشنبې په ورځ د اسراییل او فلسطین ترمنځ د لس ورځني اوربند پرپایته رسیدو او د نښتو د بیا پيل له امله شدیده اندیښنه څرګنده کړه.