انټرنیټي کیسه بري (غلا)

انټرنیټي کیسه بري یا غلا پېژنئ؟

کله له یو نااشنا چا داسې برېښنالیک یا پېغام درته راغلی، چې پېسې دې ګټلي دي، یا له کومې نجلۍ چې وايي ډېره شتمنه یم او غواړم له تا سره واده وکړم؟

که انټرنټ کاروئ او خصوصاً په فیس بک او یاهو کې اکاونټ لرئ نو که لا نه وي درته راغلی، درته رابه شي. خو تاسې ته څه کول په کار دي؟ په دې هر څه به په ننۍ تاندې څانګې کې پوه شئ

که چېرې مو کیسه بر جېب وهلی وي، نو پوه شوي به وئ چې څومره په چل یې غلا درنه کړې چا تاسې په ځان هم نه يئ خبر. بيخي همداسې بلکې تر دې هم ډېر چالاکه غله په انټرنټ کې له تاسې غلا کولی شي او تېرایستلی مو شي.

خوشحال درانی هغه ځوان دی چې یو وخت له انټرنټ سره تازه بلد شوی و، په دومره ډېرو چالاکیو او درغلیو شک هم نه و، ځکه په یو ښځينه نوم ورته چا د ملګرتیا بلنه ورکړه او د پېسو باټې یې ورکولې، خو وروسته پوه شو چې هغه هیکر (انټرنیټي غل) دی.

دا موضوع مې پخپله فیس بک پاڼه او د تاندې څانګې پر فیس بک پاڼه هم له ملګرو سره شریکه کړه، نو ځای خو هماغه سوځي چې اور پرې بليږي کنه، دوی لیکلي:

(ساجد ځاځی لیکي چې ټولې انټرنټي شبکې د خلکو د کارونو د اسانتیا او چټکوالي لپآره جوړې شوي، خو ځینې یې په منفي ډول کاروي، دی وايي چې یو شمېر هلکان د نجونو په نوم آی ډي جوړوي او نور ځوروي.

شريف شرافت لیکي چې له داسې ډیرو پېښو سره مخ شوی یم، چې یو کس په امریکا کې د بشري حقونو په یوه نړیوال کانفرانس کې د ګډون بلنه راکوي، خو هغه په فیس بک کې زما ملګری هم ندی او نه یې پيژنم.

د وردګ ولایت محمدرحیم پرور وايي، چې پر پاڼه یې کوم چا لوڅ عکسونه نښلول، ځکه مجبور شو چې خپله (آی ډي) بنده کړي.

سیداحمد ارغنیدوال، محمود خان، ګلاب مشال او سیداشرف شرافت یوه بل ته ورته خبرې لیکلي، دوی وايي چې په فیس بک کې د نا اشنا تورپوسته نجونو لخوا ورته د مینې او ملګرتیا پيغامونه یا مسيجونه راځي او څوک بیا پکې وايي چې څو میلیونه روپۍ لرم که واده راسره وکړې نو سره شریکي به یې کړو، خو دوی ليکي چې دا انټرنټي غله یا هیکران دي.

د عبدالهادي احمدزي او محمدحميداکبري د اکاونټونو یا (آي ډي) پاسورډونه یا غلا شوي او یا تړل شوي دي. چې وروسته د نوي اکاونټ جوړولو ته مجبور ه شوي او له بلال شېزاده چا په دې پلمه چې ډېرې روپۍ به ورولیږي د بانکي حساب نمبر غوښتی و، چې له امله یې اوس بانک دی په تور لیست کې شامل کړی.

نقيب احمد عزيزي لیکلي چې له داسې انټرنټي غلو سره زه هم ډېر مخ شوی یم، چې وايي عکسونه به سره تبادله کوو خو دی وايي چې په داسې کسانو نه باور کوم او نه مې کله ځواب ورکړی دی.).

دا خپرونه د ازادي راډيو پر ویبپاڼه او فېس بک پاڼه هم موندلی شئ، پته ده:

www.azadiradio.com

ښه نو، پوه شوي به وئ چې زیاتره انټرنټي غله د پېسو وهلو په نېت یا د تاسې بانک اکاونټ غواړي او یا مو پاسورډ غلا کوي چې بیا ستاسې له اکاونټه د تاسې له ملګرو پېسې وغواړي، خو ځينې لوی انټرنټي غله بیا د نورو بدو نیتونو لپاره هم تاسې ته په ګوړه کې زهر درکول غواړي، رحمت الله حبيبي چې د کمپيوټر او انټرنټ په تخنيکي برخه کې مالومات لري، وايي چې ځينې غله د خپلې ویبپاڼې د پياوړتیا او پراختیا لپاره او د ویروس خپرولو لپاره هم تاسې په بېلا بېلو لینکونو او د پېسو په دروغجنو وعدو تېرباسي.

شفيع وردګ هم د انټرنټ په برخه کې خاص مهارت لري، دی مو د انټرنټي غلو له یوې بلې غلې یا په اصطلاح له فراډه خبروي، چې غله کولی شي حتی د تاسې له کمپيوټره مواد غلا کړي او یا مو له ځانه سره په ځينو جرمونو کې شریک کړي.

له شفیع وردګه مې وپوښتل چې یو ځوان یا د انټرنټ یو کاروونکی له داسې غلو او درغلیو څنګه ځان خوندي کولی شي، نو ده وویل، چې باید نااشنا کسان له ځانه سره په فیس بک او یا نورو ټولنیزو شبکو کې ملګري نه کړي.

په نوره نړۍ کې هم د انټرنټ له لارې غلاوې او په ډول ډول لارو خلک تېرایستل کیږي، خو اوس ورته ځانګړې ستراتېژۍ جوړې شوي او اوس څوک هلته په ډاډه زړه یو نیم کار نشي کولی، دا خبره هم شفیع وردګ له یوې خاطرې سره راته کوي او له افغان دولته هم د ورته کار هیله کوي.

وايي خپله ژبه هم قلا ده هم بلا او لکه په یوه تېره خپرونه کې مو ویلي وو چې انټرنټ هم قلا ده هم بلا، بس ټوله کیسه په کاروونکي کې ده چې څنګه یې کاروي. ځوان لیکوال او شاعر سعيد زابلی هم له ځوانانو هیله کوي چې مثبته ګټه دې ترې واخلي، دی د یوه بل ملګري (باز محمد عابد) یادونه کوي، چې د فېس بک له لارې یې ډېرو خلکو ته خېر رسېدلی دی.

بس نو، څه وايي چې (ښه خوی به دې سلطان کړي او بد خوی به دې په ځان پسې حېران کړي) خدای دې موږ په ځان پسې نه حېرانوي، ننۍ تاندې څانګې چې هره شنبې او دوشنبې له آزادي رآډیو خپريږي، په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي.

د خپرونې په اړه په دې بریښنالیک پته راسره خپل نظرونه شریکولی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې

ShafaqN@rferl.org