کابل ورځپاڼو د طالبانو په صحرايي محکمو تبصرې کړي

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې په کابل کې په پرونۍ انتحاري حملې او همدارنګه د انتخاباتو د لانجې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي ولسمشرحامد کرزي هغه انتحاري حمله چې له امله یې په کابل ښارکې څلور ملکیان و وژل شول او ۳۷ نور ټپیان شول په کلکو ټکو وغندله.

سرنوشت:

د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي بهرني ځواکونه باید په ښارونو او ګڼ میشتو سیمو کې ونه ګرځي، ځکه چې وسله والو دوی په نښه کوي او له همدې امله ملکي وګوړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د لیکوال په اند د بهرنیوځواکونو دغه ډول کړنو نه یوازې په امنیتي او نورو برخو کې له خلکو سره مرسته نه ده کړې، بلکې د وسله وال د حملو له امله یې خلکو ته درانه زیانونو هم اړولي دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان د خلکو دښمنان په انتحاري حملو سره خپل غیرانساني هویت خلکو ته ښکاره کوي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د ولسمشرحامد کرزي له خولې لیکلي وروستي ترهګریزې حملې د بهرنیو کړیو په اشاره ترسره کیږي.

محور:

محورخپلواکې ورځپاڼې د بیا د وسله والو طالبانو په صحرايي محکمو باندې تبصره کړې ده.

د محورپه سرمقاله کې راغلي وسله وال په هیڅ صورت په صحرايي محکمه کې د نیول شوي اسیر د وژلو حق نه لري.

وړاندې په مطلب کې راغلي وسله والو د غور د چهارسدې ولسوالۍ د یوې امنیتي پوستې پنځلس پولیس نیولي.

د محورد سرمقالې لیکوال د بشري حقونو نړېوال بنسټونو ته سپارښتنه کوي چې د تازه اسیرانو د راخلاصونه په اړدې په طالبانو فشار رواړي.

کابل چاپ نورو ورځپاڼو بیا د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتي ستونزو په اړه لیکنې کړي دي.

انیس:

د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، د انتخاباتي ټیمونو څارونکي، نړېوال او بهرني مشاهدین دې د انتخاباتو پروسه په ګرو کې نه نیسي.

د لیکوال په باور اجازه دې ورکړي د رایو تفتیش چټک او همدارنګه پایلې ژراعلان شي ترڅو یومنتخت حکومت رامنځ ته او د افغانانو ستونزې له منځه ولاړې شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي ناسالم او په رواني ناروغیو اخته کسان نفاق او درز اچوي.

هېواد:

په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼه وړاندیزکوي د انتخاباتو لانجې د حل لپاره دې داسې قانوني، حقوقي او ملي حل لارې ولټول شي چې د ولس لپاره د منلو وړ وي او دا لانجه ژر تر ژره هواړې کړي.

ترتیب کوونکي: رحمت الله افغان