په ننګرهار کې خلک د بريښنا د کمښت له امله پوزې ته راغلي

په ننګرهار کې له یوې خوا د ګرمی سخت تاو دی، خو له بلې خوا د دې ولایت اوسیدونکي د بريښنا د کمښت ستونزه یاده وي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکي وايي، د ګرمی په زیاتیدو سره بريښنا کله وي او کله نه وي، ځیني د دولتي بريښنا ترڅنګ د شخصي جنراتوري بريښنا څخه هم استفاده کوي.

یو څو تنو يې ازادۍ راډيو ته وویل، چې له نغلو څخه دې ولایت ته بريښنا راغله ولې بیا هم د خلکو ستونزه نه ده اواره شوې:

"زما نوم عبدالله دی د جلال اباد ښار اوسیدونکی یم، برق کله وي او کله نه وي، د شپې له خوا نه پرچاوي ډيره وي.

زه عزت الله خبرې کوم، وروره په جلال اباد کې برق بیخي شته نه دی یو جنراتوري برق شته یو کیلو واټ سل کلداری دی هغې ته د چا وس نه رسیږي او ګرمي ډيره تیزه ده.

درویش د جلال اباد ښار اوسیدونکی یم څومره، چې ضروت دی په هغې اندازه برق نشته زموږ هیله ده، چې باید د خلکو د برق مشکل حل شي."

د ننګرهار د بريښنا شرکت رييس انجنیر محب الرحمن مومند د خلکو ستونزه مني، خو په خبره يې د ګرمۍ په موسم کې د خلکو مصارف هم تر پخوا زیات شوي.

مومند وايي، دوی د نغلو بريښنا د ظرفیت په لوړولو بوخت دي، چې په بشپړیدو سره به يې شل میګا واټه بريښنا نوره هم دې ولایت ته اضافه شي:

"موږ همدا اوس په نغلو بند د ظرفیت په لوړولو کار کوو، پینځه نوي فیصده کار يې خلاص شوی دی، چې دې سره به شل کیلو واټه بریښنا به زیاته شي کوم مشکل، چې د پرچاوی دی هغه د خلکو مصرفونه زیات شوي نورڅه مشکل نشته."

اوس مهال د نغلو بريښنا ترڅنګ د ننګرهار د درونټې بند څخه هم جلال اباد ښار ته بريښنا تېره شوې ده،خو د تخنيکي ستونزو له امله وخت ناوخته له کاره لویدلی وي.

محب الرحمن مومند ايي ددې بند د توربینونو شاوخوا نیمه پیړۍ کیږي،چې د زړښت له امله کله ناکله خرابیږي،ولې د نورو توربینونو د فعالولو لپاره دوی وروستی پلان لري.:

"نورو توربینونو د فعالولو لپاره زیاتو پیسو ته اړتیا ده،اوس د بريښنا شرکت غواړي د کجکي بريښنا بند کار خلاص کړي بیا به د درونټې بريښنا بند اعلان ته ورکړل شي او نوي به شي خو وخت ته اړتیا ده"

د بريښنا د برخې انجينرانو په خبره که چېرې د درونټې بريښنابند لپاره نوي توربینونه واخیستل شي ددې بند تولید به څو برابره زیات شي،چې ددې کار ترسره کیدو سره به دجلال اباد ښار د بريښنا شته ستونزه به تر یوه حده آواره شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری