یزدان پرست: په تیرو ۱۳ کلونو کې په هېواد کې د نابینایانو وضعیت ته هیڅ توجه نه شوې

د افغانستان د نابینایانو فرهنګي او اجتماعي موسسې د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې نابینایانو ته د لوړوزده کړو زمینه برابره کړي.

د دغه موسسې مشر سیدمحمد یزدان پرست نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې په تیرو ۱۳ کلونو کې په هېواد کې د نابینایانو وضعیت ته هیڅ توجه نه شوې.

هغه وویل، چې د افغانستان اساسي قانون نابینایانو ته د لوړو زده کړو حق ورکړي دی.

د یادې موسسې د معلوماتو له مخې درې زره نابینایان په افغانستان کې ژوند کوي.