قوقندي: د ایران حکومت غواړي پر افغانستان ګاز وپلوري

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایې، د ایران حکومت غواړي پر افغانستان ګاز وپلوري.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادۍ راډیوته وویل، ایران د یوه رسمي مکتوب په ذریعه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې یې د سوداګرۍ وزارت ته استولی دی ویلي، چې دغه هېواد غواړي پر افغانستان ګاز وپلوري.

د ښاغلي قوقندي په خبره، افغان حکومت به پر نړېوالو معیارونو برابرګاز د خپلو اړتیاو په نظرکې نیولو سره له دغه هېواده رانیسي.

نوموړی وایې، اوس مهال هم له ایرانه پرته له کوم تړونه هرکال له پنځلسو نه تر شل سلنه د سوند مواد لکه تیل او ګاز افغانستان ته واردیږي.