د روسیې پر اقتصاد د نویو بندیزونو اغیز

د لويديځ نوي اقتصادي بنديزونه د روسیې اقتصاد په سخته اغېزمن کولی شي. اقتصاد پوهان وايي چې د دې بنديزونو اغېز به تر راتلونکي څو کلونو پاتې وي.

د اوکراين پر سر پر روسيه د اروپايي اتحاديې او امريکا د اقتصادي بنديزونو وروستی پړاو په داسې حال کې رامنځته شو؛ چې د روسيې اقتصادي حالت ښه نه دی.

د اوکراين پر سر ناکراري، پانګه اچوونکي پر شا کړي دي او له دې کبله يې له روسيې څخه خپلې پانګې بيرته ايستلي دي.

د دې کال په اوږدو کې تر اوسه له روسيې ۷۵ مليارده ډالره ايستل شوي دي.

له دې کبله د روبل ارزښت ۹ په سل کې کښته شوی دی او د واردو شويو توکو بيه پورته شوې ده.

خو نوي بنديزونه، چې د ځانګړو خلکو پر ځای د روسيې اقتصادي برخې په نخښه کوي؛ کولی شي، د روسيې اقتصاد نور هم کمزوری کړي.

اقتصاد پوه، "ادم سليټر" چې په اکسفورډ اقتصادي شرکت کې چې په لندن کې يو نړيوال شرکت دی کار کوي؛ ازادي راډيو ته وويل:

"زموږ په فکر، د روسيې د اقتصادي ودې اټکل له وروستي بنديزونو مخکې د ۲۰۱۴م کال لپاره ۰.۲ په سل کې و. دا درجه تقريباً صفر ته نيژدې ده. له دې نويو بنديزونو وروسته روسيه د منفي اقتصادي ودې له خطر سره مخامخ کېدای شي."

اوږد مهاله بنديزونه د روسيې د انرژي په برخه کې ډېر منفي اغېز درلودای شي.

د بنديزونو بل منفي اغېز دا دی چې، د روسیې د انرژي د برخه به غربي ټکنالوژۍ ته لاس رسی نه لري.

دا بنديزونه د روسیې د ګاز برخه نه په نخښه کوي؛ بلکه د تيلو برخه يې په نخښه کوي.

دا بنديزونه به د اروپايي اتحاديې او امريکا پر اقتصاد هم منفي اغېز ولري.

په روانه اوونۍ کې چې بروکسل خپل نوي بنديزونه اعلان کړل؛ د اروپايي اتحاديې غړيو هیوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې؛ د روسيې د بنديزونو لپاره دوی هم له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کېدای شي.