په کندز کې ډېری ځوانان له بېکارۍ څخه سرټکوي

په کندز کې ډېرى ځوانان له بېکارۍ څخه شکایت کوي او په دولت انتفاد کوي، چې د کارګرو لپاره د کار د زمينې په برابرولو کې پاتې راغلى.

په دغو بېکاره ځوانانو کې يو قندآغا دى؛ چې په توره پلاستيکي کڅوړه کې يې د کار کالي اچولي او د کندز ښار د عرضبیګي په څلور لاري کې ازادۍ راډیو ته له بېکارۍ شکايت کوي او زياتوي، چې دوه اونۍ کیږي په کار پسې ګرځي، خو هېڅ کار يې نه دى پيدا کړى او ماشومان یی هم ورڅخه د اختر نوي جامې غواړي:

"دلته راځو د کار لپاره کار هم نشته سهار چې راځو تربیګاه پورې ناست یو؛ څوګ نه راځي چې مونږ کار ته بوځي؛ نن او سبا دا ده اختر هم راروان دی، بچیان مو کالي غواړي او میوه غواړي حتی د میوې پيسې نه لرو؛ په کور کې هم هیڅ شي نه لرو؛ حتی د روژه ماتي لپاره هم پوره خواړه نه لرو چې ويې خورو."

د هغه په وينا، دولت باید دوی ته د کار زمینه برابره کړي چې؛ له امله یې یوه ګوله حلاله روزي وګټي. دی وايي، یو خوا روژه ده او بلخوا اختر هم راروان دی، خو له ده سره د خوراکي توکو پيسې هم نشته.

۳۰ کلن حیات الله هم ورته حالت لري او د کار له نه شتون څخه سر ټکوي؛ دی وايي، چې که چېرې دوى ته فابريکې جوړې شوې واى؛ نو هېڅکله به داسې بې سرنوشته نه ګرځيدل:

"یو نفر د کاریګر نیول لپاره راځي څلویښت تنه ورپسې منډې وهي؛ یو ورته وايي، چې ماته ۱۵۰ روپۍ راکړه درسره کار کوم، بل ورته وايي، چې ماته ۱۰۰ افغانۍ راکړه درسره کار کوم همدارنګه بل کس ورسره موټر خیځې ورته وايي، چې ماته هرڅومره روپۍ چې راکوي زه درسره کار کوم، دا پنځه او شپږ ورځې کیږي چې مطلق بېکاره یو کار وبار نشته."

نوموړي له دولته وغوښتل، چې د دوى پوښتنه دې وکړي او په کندز کې دې د سپین زر فابریکه بېرته فعاله کړي؛ تر څو په کار بوخت شي او د ژوند اړتياوې پوره کړي.

په کندز کې د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس محمد ظاهر عظمي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وويل؛ چې په کندز کې د بېکارۍ د ستونزې عمده لامل د کاریګرو نامسلکي توب دى:

"د کار او ټولنیزو وزارت، د ځوانانو د کار موندلو په هدف او هغه کسان چې بېکاره دي؛ په دې نږدې راتلونکې کې په کندز کې د زون په سطح د ځوانان د کار موندولو یو مرکز پرانیسی؛ بیا وروسته موږ د بېکارو ځوانانو ارقام راټولوو چې؛ هغوی ته کاری فرصتونه برابرکړو."

عظمي زیاتوي، چې د کندز دکار او ټولنيزو چارو ریاست د حرفوي او مسلکي زده کړو یو مرکز هم لري چې په دې مرکز کې ۵۰ تنه نجونو او ۵۰ تنه هلکانو په مختلفو مسکلي زده کړو لکه نل دوانۍ، خیاطي، کمپیوتر بوخت دي.

د هغه په خبره، چې وروسته له ۶ میاشتو دوی ته د فراغت سندونه ورکول کیږي؛ همدارنګه رسماً هغوی مارکیټ ته د کار لپاره ورمعرفي کوي.

دا چې ځوان نسل د یوې ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري؛ په کار دی چې، اړوندې مراجع په ځانګړې توګه د ځوانانو معینیت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ورته لا زیاته توجه وکړي؛ څو په هېواد کې د بېکارۍ د کچې ګراف راټیټ او افغان ټولنه د خودکفایۍ، پرمختګ او هوساینې په لور ګامونه واخلي.

راپور: اجمل آرین-کندز