په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۰ تنو ته لوړ شو

اسراییل نن په غزه کې ۴۰ نور اهداف ويشتلي دي. له بلې خوا فلسطيني جنګياليو هم لږ تر لږه ۲۰ راکټونه د اسراییل پر لور ويشتلي دي. دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو له خوا پر دواړو لورو ږغ شوی دی چې؛ جګړې ته دې د پای ټکی کښيږدي. په دې جګړه کې د مرګ او ژوبلې کچه مخ پر لوړېدو ده.

که څه هم د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون پرون پر اسراییل او فلسطين ږغ وکړ چې؛ جګړې ته د پای ټکی کښيږدي. خو له تيرې شپې را په دې خوا د اسراییل له خوا په فلسطين کې ۴۰ اهداف په نخښه شوي دي او د فلسطين له خوا ۲۰ راکټونه د اسراییل پر لور ويشتل شوي دي.

د المان خبري اژانس وايي، نن د اسراییل په دې بمبارۍ کې د وژل شويو کسانو شمېره ۱۷۰ او د ټپي شويو کسانو شمېره ۱۲۰۰ ته ورسېده.

په غزه کې د روغتيا وزارت وياند اشرف القدرا د ټپيانو او وژل شويو کسانو دا شمېره تاييد کړې ده. په دې کسانو کې ګڼ شمېر ملکي کسان دي چې؛ ښځې او کوچنيان هم په کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د امنيت شورا له خوا د جنګ د بندېدو پرغوښتنې سربېره هم اندېښنه څرګنده کړې ده. دا ځکه چې د غزې د تړانګې شا او خوا حالات مخ پر خرابېدو روان دي.

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنياهو پرون په تل ابيب کې له يوه امریکايي ټلويزيون سره په مرکه کې وويل چې؛ د حماس ډله د ملکي خلکو د ژوند پروا نه لري:

"زموږ او د دوی تر منځ توپير دا دی چې؛ موږ د توغنديو په کارولو سره د خپلو خلکو ژوند ژغورو او دوی د خپلو خلکو څخه د خپلو توغنديو د ژغورنې لپاره کار اخلي. دا اصلي توپير دی."

د المان خبري اژانس وايي، په شمالي غزه کې تقريباً ۱۷۰۰۰ خلکو خپل کورونه پرې ايښي او د ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوي ښوونځيو کې شپې تېروي. د حماس د کورنیو چارو د وزارت له خوا خلکو ته ويل شوي وو چې؛ د اسراییل د تخليې پر اعلانونو دې غوږ نه نيسي؛ خو له دې سره سره خلک له خپلو کورو وتلي دي.

د المان خبري اژانس په وينا، د المان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاينماير دې سيمې ته د دوو ورځنيو خبرو لپاره ځي.

ويل کيږي چې دی به په اردن کې له چارواکو سره ليدل کتل کوي او سبا به د اسراییل د صدر اعظم بنیامن نتنياهو او د فلسطين د جمهور ريیس محمود عباس سره هم خبرې کوي.

همدا راز د عربي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران به نن په يوه بيړنۍ غونډه کې په قاهره کې خبري کوي.

په عين حال کې د ملګري ملتونو د امنيت شورا هم د اسراییل او فلسطين په هکله يوه بله غونډه کوي.