خوست: له وزیرستاني کډوالو سره د مرستو منظمه لړۍ پیل شوه

په خوست کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې (UNHCR) او نړېوال خوراکي پروګرام (WFP) له خوا د وزیرستاني کډوالو سره د مرستو منظم بهیر پیل شو.

د شنبې په ورځ د یادو دواړو ادارو له خوا هغه دیارلس سوه وزیرستاني کډوالو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل شوه، چې د کډوالو د کېمپ څخه بهر د مرکز په دریو اداري واحدونو کې اوسیږي، چې د دې کورنیو په تعقیب به دا ډول مرستې د خوست په هغه ټولو سیمو کې وویشل شي، چې د قبایلي سیمو کډوالو په کې اړولي دي.

په خوراکي توکو کې چې د مرستې په ډول ویشل کیږي، هرې یوې کورنۍ ته ټول ۱۱۹ کیلوګرامه مواد، چې په کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او بسکټ دي او یوولس قلمه غیر خوراکي توکي لکه درې پلاستیکي ترپالونه، دوه تختې کمپلې، د اشپزخانې د توکو سیټ، د لمریزې بریښنا لمپونه، د سوی ګیس ډبې، صابون او نور شامل دي.

د نړیوال خوراکي پروګرام یو تن مامور، چې نه يې غوښتل نوم واخیستل شي، وویل چې ښايي تر دې وروسته هره میاشت په همدې اندازه خوراکي توکي ثبت شویو کډوالو ته په منظم ډول وویشل شي.

دوه تنه وزیرستاني کډوالو چې یادې مرستې يې ترلاسه کړې وې خپل نظرونه راسره داسې شریک کړل:

((ځني ګل خبرې کوم د میرانشاه اوسیدونکی یم، هو موږ ته يې مرسته راکړه، د دې مرستې نه موږ ډېر خوښ یو، د افغانستان حکومت نه ډېره مننه، چې موږ سره يې دا کمک وکړ، کوز حکومت خو مو وژني، هر شی يې راکړل د کافي شافي دي، دومره ګزاره به پرې وشي.

زه ګل نائب خان د میرانشاه د سیدګۍ اوسیدونکی، موږ سره يې ډېره ښه مرسته وکړه، البته دې افغانستان حکومت موږ ډېره، ډېره مننه کوو، هر شی راکړل، غوړي يې راکړل، غله يې راکړه...))

یو بل تن وزیرستاني کډوال بیا په خپلو خبرو کې د افغان حکومت د مامورینو د ښه چلند ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دوی باور لري افغان حکومت به له دوی سره لا نورې مرستې هم وکړي:

((مظفر مې نوم دی. زه په قوم باندې داوړ یم، کله چې په افغانانو ستونزه وه، موږ خپل کوښښ کړی وو اوس چې په موږ راغلې ده، امید مو دادی چې دوی به خپل کوښښ او مرسته راسره کوي، دوی موږ سره د پنجابي، سیندي او بلوڅ نه موږ سره ډېر امداد وکړي، ښه په قدر او احترام سره موږ په نمبر ناست وو، کوم شی چې رادرومي نوم دې اخلي او په قدر يې درکوي.))

د خوست په مرکزي واحدونو کې د مرستو د ویش کمیټې مشر بخت نور بختیار د مرستو د څرنګوالي په باب مشال راډیو سره خپلې خبرې په دې توګه شریکې کړې:

((نن هغه کورنۍ چې د شمالي وزیرستان نه راغلي دي، د خوست ښار په مرکز او متون په قوم کې میشت شوي دي، نومونه يې ثبت کړي دي، هغوی له پاره غذايي مواد ورکول کیږي او هم غیر غذايي مواد ورکول کیږي، غذايي موادWFP له خوا ورکول کیږي او غیر خوراکي توکي چې یوولس قلمه بیلابیل توکي په کې دي د UNHCR له خوا ویشل کیږي.))

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پکتیکا ولایت په برمل او ارګون ولسوالیو کې هم د ځايي چارواکیو له خوا هغه سلګونه کډوالو سره اړینې مرستې وشوې، چې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله ورکډه شوي دي، ځايي چارواکي د پکتیکا په ارګون، برمل، نکه، ګیان او زیړوک ولسوالیو کې د میشت شویو کډوالو شمېر لس زره کورنۍ ښيي.