په کابل کې د اوبلن ګازو بیه ۵۵ افغانۍ وټاکل شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له هغو دوکاندارانو سره چې په کابل ښار کې اوبلن ګاز وروسته له دې له ۵۵ افغانیو پورته پلوري قانوني چلند ورسره کیږي.

د دغه وزارت د نفتي موادو او ګازو تصدۍ مشر فریدالله شیرزي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د کابل ښار ټولو دوکانونو ته د اوبلنو ګازو د پلور نرخنامې توزیع شوي.

ښاغلي شیرزي همدا راز وویل، د اوبلن ګازو د پلور د درېو شرکتونو مسوولین په لوړه بیه د ګازو د پلورلو له امله له چهارشنبې ورځې راهیسې د لوی څارنوالۍ تر څار لاندې دي.

له افغانستانه پاکستان ته د اوبلن ګازو قاچاق، د ګازو پر وارداتو د انتخاباتو اغیز، د ځینو شرکتونو او سوداګرو له لوري د ګازو احتکار له هغو عواملو دي چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په خبره د ګازو د بیو د لوړیدو سبب شوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نفتي موادو او اوبلن ګازو د تصدۍ رییس فریدالله شیرزي په یوه خبري غونډه کې وویل، په کابل کې ښار ټول دوکانونه باید د دوی له خوا د ورکړل شوې نرخنامې له مخې اوبلن ګاز وپلوري.

ښاغلي شیرزي وویل، هردوکاندار که له ۵۵ افغانیو په لوړې بیې ګاز وپلوري دوکان یې تړل کیږي او له قانوني چلند سره به مخامخ شي:

″ګاز باید په عمده ډول ۴۶ افغانۍ پردوکاندارانو وپلورل شي، دویم ګروپ کسان چې دوه تر درې زره بالونونه لري هغوی بیا هم دا ګاز دوکاندارانو ته انتقالوي چې موږ ورته څلور افغانۍ ګټه منلې.

پنځه افغانۍ مو دوکاندار ته ګټه منلې چې بیا یې په عامو خلکو پلوري چې باید په ۵۵ افغانۍ یو کیلوګاز وپلوري.″

د ښاغلي شیرزي په خبره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د لویې څارنوالۍ او ملي امنیت په همکارۍ یو ټیم جوړکړی چې د اوبلنو ګازو بیې کنټرول کړي.

د نفتي موادو او اوبلنو ګازو د تصدۍ رییس وویل، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبلنو ګازو ستراتیژیکې زیرمې جوړې شوي او هڅه به وکړي چې دا زیرمې له ګازو ډکې کړي.

شیرزي وویل، د اوبلنو ګازو د دریو شرکتونو مسوولین د ګران پلورنې له امله له چهار شنبې راهیسې د لویې څارنوالۍ ترڅارلاندې دي:

″هغو کسانو چې ګاز قیمته پلورل. درې شرکته ول دمګړۍ چې زه له تاسو سره خبرې کوم د همدغو دریو شرکتونو مسوولین د لویې څارنوالۍ له خوا په کابل کې نیول شوي او بندیان دي او همداراز تېره ورځ څلور نور شرکتونه مهر او لاک شوي دي.″

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې؛ د کابل ښاریانو تل د ګازو له لوړې بیې شکایت کړی دی.

د کابل اوسیدونکي له حکومت غواړي چې د خلکو د ستونزې د هواري لپاره دې اقدام وکړي او دوکانداران دې نه پریږدي چې په خپل سر ګاز لوړ وپلوري.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د ګازو د بیې د با ثباته ساتلو لپاره یې هڅې دوام لري.

راپور: صفي الله ستانکزی