خامنه يي: ایران یو لک او نوي زرو اټومي سنتريفیوجونو ته اړتیا لري

د ایران ستر مذهبي مشرآیت الله علي خامنه یي وایي؛ هیواد یې یو لک او نوي زرو اټومي سنتريفیوجونو ته اړتیا لري. دا رقم د واشنګټن له شمېر څخه چې غواړي د اوږدې مودې تړون کې ورباندې محدودیتونه ولګول شي؛ ۱۹ برابره زیات دی. د خامنه یي دا څرګندونې د هغه په رسمي ویب پاڼه کې خپرې شوي دي.

سنټرفیوجونه د یورانیمو په غني کولو کې کارول کیږي او کیدای شي چې، د ملکي پروګرامونو او دغه راز د وسلو د تولید په مقصد استعمال شي.

خبریالان وایي، د خامنه یي دا څرګندونې د ایران او شپږو طاقتونو ترمنځ د ویانا په خبرو کي حیرانوونکي مداخله ده.

د ایران ستر مذهبي مشر په یوه بل بیان کې ویلي؛ د امریکا متحده ایالات او اسراییل له ایران سره د ښه او بد پولیس چم کوي، ترڅو دا هېواد له ګواښ سره مخامخ کړي چې؛ د خپل اټومي پروګرام په لانجه کې لویدیځ ته امتیاز ورکړي.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه د جولای له شلمې ضرب الاجل مخکې د قاطع خبرو وروستی پړاو د جولای په درېیمه په ویانا کې پیل شوی دی.