راشد: په افغانستان کې هرکال تر ۱۰۰۰زیات ګبین تولیدیږي، خو د پروسس امکانات يي نشته

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایې، په دغه هېواد کې هرکال تر زرو ټنو زیات ګپبین تولیدیږي، خو افغانستان کې د پروسس د امکاناتو د نشتوالي له امله دغه ګبین نړېوالو بازارونو ته نه صادریږي.

د دغه وزارت د نشراتو رییس لطف الله راشد نن ازادۍ راډیو ته وویل، دوی په پام کې لري چې په نږدې راتلوونکې کې هغه وسایل ترلاسه کړي چې شات په نړېوالو معیارونو برابر پروسس کوي:

"اوس مهال موږ د شاتو د پروسس لپاره په نړېوال سټنډرډ برابر وسایل په واک کې نه لرو.

په رسمي ډول تر اوسه بهر ته شات نه دي صادر شوي.په نږدې راتلوونکې کې به د افغانستان د شاتو د محصولاتو ستونزه حل شي."

د ښاغلي راشد په وینا اوس مهال په افغانستان کې د مچیو یو سل او شل زره کورنۍ شته چې په شاوخوا زرو لویو او کوچنیو فارمونو کې د شاتو د تولید په هدف ساتل کیږي.