د روژې د میاشتې په ویاړ له زرګونو بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کیږي

په افغانستان کې یو شمېر دولتي او غیر دولتي بنسټونه غواړي؛ د روژې د میاشتې په ویاړ له زرګونو بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وکړي.

په دې خوراکي توکو کې اوړه، غوړې، بوره او روژه ماتې شامل دي چې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې به بې وزله کورنیو ته ورکړل شي.

د کابل ښاروالی ترڅنګ د سوداګری او صنایعو خوني مسوولان هم وایي؛ د افغان سوداګرو د سخاوت صندوق له لارې به له سلګونو کورنیو سره د روژۍ میاشتې په ویاړ د خوراکي موادو مرسته وکړي.

بلخوا په کابل کې د افغان - ترک لیسې مسوولان وایي؛ سږکال غواړي په کابل، جلال آباد، مزار شریف، شبرغان او کندهار کې شاوخوا پیځو زرو کورنیو ته د روژې خوراکي مواد ورکړي.