پکتيا: په روژه کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوي

که څه هم د روژې مبارکې مياشتې په رارسېدلو سره په اکثره مسلمانو هيوادونو کې د خوراکي او په عموم کې د ورځنيو مصرف کېدونکو توکو نرخونه ټيټيږي، خو برعکس په افغانستان کې د توکو بيې څو چنده لوړيږي، دا چې په ګردېز کې د خوراکي توکو بيې په کوم حال کې دي، په اړه يې زموږ همکار داود تپان راپور راکوي.

ګردېز ښار چې د پکتيا ولايت مرکزي ښار دی، د روژې مياشتې په رارسېدو سره پکې د خلکو ګڼه ګوڼه تر حد زياتيږي او د نورو عادي ورځو په توپير پکې د ښار د ټولو دوکاندارانو کار وده کوي.

په ګردېز کې معمول راکړه ورکړه د افغانيو پر ځای په پاکستاني کلدارو کيږي، ښاريان شکايت کوي چې د روژې په مياشت کې په ښار کې د هر ډول توکو بيې څو چنده لوړيږي او د روژې په پيل سره دا دی د خوراکي توکو په بيه کې د دوی په خبره زيات توپير راغلی دی.

عقل الدين وايي چې په اسلامي هېوادنو کې د روژې میاشتې د فضیلت په خاطر د ټولو توکو بيې راکمیږي او د حکومتونو له لوري يې د روژې لپاره ځانګړې هټۍ جوړیږي چې خوراکي توکي له نور بازاره پکې ارزانه موندل کيږي، خو دلته هغه شته نرخونه مخ پورته ځي او د کنټرول لپاره يې څوک نشته :

” په نورو هيوادونو کې حکومتونه نرخونه ارزانه کوي، سوداګر د روژې په خاطر ګزاره کوي، دلته بالخصوص په پکتيا کې دا مشکل ډېر زيات دی، نرخونه لوړيږي، روژه لا سمه نه وي داخله شوې چې په ټول ښار کې نرخونو تغير کړی وي او پورته تللي وي“

د بيو لوړوالي ستونزه اکثر پکتياوال کوي وايي د خوراکي او نورو ضرورت وړ توکو نرخونه د عادي ورځو په پرتله د روژې له پيل سره، دوه يا درې برابره لوړ شوي دي.

د خلکو په خبره په ښار کې د يو کيلو مستو په نرخ کې هم پنځوس پاکستانۍ کلدارې فرق راغلی دی که پخوا به يو کيلو مستې په سل پاکستانۍ کلدارې اخيستل کېدې په روژه کې په ۱۵۰ کلدارې اخيستل کيږي او همدا ډول د نورو خوراکي توکو بيې هم مخ پورته تللې دي :

”دلته زه له دوکاندار نه سودا کوم، که په عادي ورځو کې به مو څه شی ترې اخيستل نو نرخونه به يې ښه وو، که يو شی موږ هلته په اتيا اخيست اوس په سل دي او که په سل به مو اخيسته اوس په يو سل او پنځوس دي، بهاني کوي چې هغه دي او دغه دي نور خدای خبر دی چې ولې دوی نرخونه اوچتوي“

د خلکو دا ستونزې د سوداګرۍ او صنايعو خونو مسولين هم تاييدوي وايي چې په ښار کې د بيو دکنټرول لپاره حکومت لا څه نه دي کړي خو بيا هم دوی د سوداګرو سره له پرلپسې ناستو ښايي په دې نرخونو کې بېرته مثبت تغير راولي ، د سوداګرۍ او صنايعو خونې عامل ريس عبدالنصير علميار وايي :

” موږ په دې دوه ورځو کې له تجارانو او سوداګرو سره ناسته لرو چې د خلکو دا مشکل حل کړو، او بيا له حکومتي چارواکو دا غوښتنه هم کوو چې زموږ سره د بيو په کنټرول کې مرسته وکړي او دا به تطبيق کوو“

په ګردېز ښار کې خلک دا شکايتونه په داسې حال کې کوي چې په پکتيا کې دنرخونو د کنټرول لپاره تردې مهاله د حکومت له لوري هېڅ کار نه ترسترګو کيږي او خلک غواړي چې حکومت په ښار کې د هر ډول توکو د نرخنامو په برابرولو سره د خلکو او دوکاندارنو ترمنځ ستونزې ورهوارې کړي.

راپور : داود تپان – پکتيا