د اوسپنې پټلۍ د همکارۍ په سازمان د افغانستان غړیتوب

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د اوسپنې پټلۍ د همکارۍ نړېوال سازمان د غړیتوب له اخیستلو سره دغه هېواد ته د تجارتي اموالو د انتقال په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

د دې ادارې چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل، د دغه سازمان غړیتوب سبب شوی چې د افغانستان د اوسپنې پټلیو ادرسونه تعین شي او همدا راز په ګاونډیو هېوادونو کې د مالونو له پاتې کیدو مخنیوی وشي.

له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اوسپنې پټلۍ د همکارۍ سازمان د غړیتوب هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د اوسپنې پټلیو نه د استفادې میکانیزمونه باید ډېر اسانه وي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د دغه هېواد د اوسپنې پټلیو د ادرسونو ټاکل کیدل، د ترانزیتي اموالو د قیمتونو تنظیم او له تخنیکي خدمتونو برخمن کیدل هغه ګټې دي چې افغانستان د اوسپنې پټلۍ سازمان له غړیتوب وروسته ترلاسه کړي دي.

د دې ادارې رییس یما شمس ازادي راډیو ته وویل، له دې مخکې به افغان سوداګر دغه هېواد ته د اورګاډو له لارې د مالونو د انتقال په برخه کې ډېرې ستونزې درلودې چې اوس هواري شوي دي:

″دغه عضویت چې موږ واخیست د افغانستان تمځایونو ته ادرس تنظیم شو. د سوداګرو مال به افغانستان ته تر ازبکستان پورې په ټرانزیټ راشي نه دا چې هلته په میاشتو ولاړ وي او ډیمرج ترې اخیستل کیده او اس جې ډي کې موږ کولای شو چې د في ټن في کیلومتر لپاره یو خاص معین طرزالعملونه شته چې په هغه حساب باندې قیمت د انتقال تعینیږي چې افغانستان به هم انشالله له دې څخه ګټه پورته کړي.″

د ښاغلي شمس په خبره او اس جي ډي یا د اوسپنې پټلۍ د همکارۍ سازمان ۲۸ غړي لري چې د منځنۍ اسیا هېوادونه هم په کې شامل دي او افغانستان یې غړیتوب د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې ترلاسه کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اوسپنې پټلۍ د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان له غړیتوب هرکلی کوي او دا د اورګاډیو له لارې د سوداګرۍ په برخه کې یو پرمختګ بولي.

د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي ازادۍ راډیو ته وویل، دا چې افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ د تجارتي اموالو د انتقال لارده نو باید په دننه افغانستان کې هم د اورګاډي حلقوي پټلۍ جوړې شي.

الکوزی وايي، د اوسپنې پټلۍ د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان غړیتوب هغه وخت افغان سوداګرو ته ډېره عملي ګټه رسولی شي، چې د استفادې مکانیزمونه او شرایط یې اسانه وي:

″مشکل زموږ دا دی چې د رېل پټلۍ دا د ټرانسپورټ په برخه کې اساسي مساله ده چې موږه مرکزي اسیا له جنوبي اسیا نښلول کیږي د افغانستان له لارې نه.

اول باید په افغانستان کې یو حلقوي ریل جوړ شي چې دا انتقالات زموږه خپل د افغانستان موږ ته ارزانه تمام شي.

په دې باندې باوري یمه که چیرته د سکتور خصوصي په اسانو شرایطو باندې شي لکه دغه نورې پانګونې چې کیږي په دې رقم شرایطو نه شي دا زموږ په ګټه خبره ده.″

ښاغلی الکوزی وايي، د دې لپاره چې د اورګاډیو له لارې د سوداګرۍ مالونو د انتقال په برخه کې ډېر پرمختګ وشي باید خصوصي سکټور ته ډېر واک ورکړل شي.

افغانستان په داسې حال کې د اوسپنې پټلۍ د همکارۍ سازمان غړیتوب خپل کړی چې افغان سوداګر تل د سوداګرۍ مالونو د انتقال په برخه کې له لوړې بیې او ټرانزیټي ستونزو شکایت کوي.

راپور: صفي الله ستانکزی- کابل