صدیقي: بهرنۍ کړۍ غواړي د فسبوک له لارې د افغانانو ترمنځ شخړو ته لمن ووهي

په افغانستان کې د فیسبوک له ټولنیزې پاڼې څخه په دې وروستیو کې ډېرې جنجال پاروونکې خبرې رامنځته شوي دي.

په دې ټولنیزه شبکه کې ډېری ستونزې او جنجالي بحثونه د جمهوري ریاست پردویم دور انتخاباتو راڅرخي.

د افغانستان د امنیت ریاست هم په فیسبوک کې یادې ستونزې مني او وايي، چې ځیني بهرنۍ کړۍ په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو له لارې شخړو ته لمن وهي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، که چېرې ستونزې بې حده زیاتې شوې نو دوی مجبور دي چې د یادې ټولنیزې شبکې د بندیدو لپاره ګام پورته کړي.

په دې وروستیو کې په تېره بیا د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دور له انتخاباتو را وروسته په ځینو ټولنیزو شبکو په تېره بیا فیسبوک کې ګواښوونکې لیکنې او ویروونکي عکسونه خپریږي.

د افغانستان د امنیت عمومي ریاست وايي، بهرنۍ کړۍ غواړي په ورته کارونو سره د افغانانو ترمنځ شخړو ته لمن ووهي.

د دغه ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، خلک باید د ورته مسایلو له پراخولو مخنیوی وکړي:

″موږ له خپلو هېوادوالو غواړو چې د ورته مسایلو له شریکولو او پراخولو ډډه وکړي. د ځینو کړیو د لاس آله ونه ګرځي.

همدا کړۍ دي چې خلک تاوتریخوالو ته رابولي. داسې قومي مسایل مطرح کوي چې له امله یې شخړې رامنځته کیږي.″


ښاغلي صدیقي وویل، د فیسبوک په ځینو ادرسونو کې ان د افغانستان د امنیت ریاست په حواله هم ناسم او له واقعیت لرې لیکنې او خبرونه خپاره شوي دي.

ایسایټ یا د کمپیوټر د امنیت همغږې څانګې ان څه موده مخکې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راوست چې امنیتي ادارې، مشران او سیاستوال یې په انټرنیټ کې د ټولنیزو شبکو د جعلي ادرسونو ښکار شوي دي.

فیسبوک نو اوس هغه ټولنیزه شبکه نه ده پاتې چې یواځې له دوستانو او ملګرو سره د خبرو او اړیکو لپاره کاریده.

د افغانانو لپاره د ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو ترڅنګ د ګواښ او ویروونکو خبرو او تصویرونو د خپریدو یوه وسیله هم ګرځیدلې.

د جمهوري ریاست د دویم دور له انتخاباتو را وروسته په دې ټولنیزې شبکې کې ناسم فعالیتونه زیات شوي دي.

ځیني خلک د انتخاباتو د نه منلو شعارونه پورته کوي. ځیني نوربیا د حقونو د غوښتلو لپاره خلک هڅوي چې له زور کار واخلي. د وسلو او ټانکونو انځورونه یې پورته کړي.

د عقدې له مخې د ځینو مشرانو او قومونو سپکاوی هم ډېر شوی دی.

د کابل له څو اوسیدونکو سره مې په فیس بوک کې د یادې ستونزې په اړه خبرې وکړې هغوی هم دا ستونزه مني او وايي چې جګړو او تعصبونو ته د لمن وهلو په خاطر د پیغامونو او عکسونو خپرول پر خلکو رواني تاثیر کوي او باید چې مخه یې ونیول شي:

″زما نوم نصیراحمد دی د کابل اوسیدونکی. دوی چې داسې کارونه کوي په فیس بوک او انټرنیټ کې. دا د ټوپکو عکسونه اچوي خلک جنګونو ته تشویقوي دا خبرې هسې بې مورده خبرې دي او بدون ددې نه چې دوی هسې ځان سپکوي خلکو ته رواني تشویش پیدا کوي.″

″بکتاش حلیمي یمه کابل اوسیدونکی یمه. د خلکو اذهان اغتشاش کیږي په دې تصویرونو باندې چې اکثرا د ټوپک او ځینو نورو وسلو خپریږي په فیس بوک کې.″


فیسبوک د ورته لیکنو او عکسونو د خپریدو د مخنیوي لپاره څو لارې پریښي. که چیرې څوک له کوم پوسټ یا لیکنې نه وي خوښ نو وايي چې دا پوسټ مې نه دی خوښ. یا یې کمپنۍ ته پیغام پریږدي چې نور نه غواړم ورته لیکنې او عکسونه وګورم. خو د لیکنو او عکسونو شمیر په دې وروستیو کې دومره زیات شوی چې خلک ترې په تنګ راغلي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي دا چې په افغانستان کې د دې ټولنیزې شبکې کاروونکي ډیر زیات دي نو بندول یې هم ستونزې رامنځته کوي.

د دغه وزارت سلاکار جلال نوراني ازادي راډیو ته وویل که چیرې د ګواښوونکو لیکنو عکسونو او سپکاویو اندازه له حده واوښتله دوی به د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ته ووايي چې یاده پاڼه بنده کړي:

″که چیرې په ځینو خاصو موردونو کې ډېره خلافکاري وشي شخصیتونو ته سپکاوی وشي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د مخابراتو وزارت ته په رسمي توګه مکتوب ورکړي چې د یادو ستونزو د مخنیوي لپاره دا پاڼه بنده کړي.″

کارپوهان په دې باور دي چې د ټیکنالوژۍ په زیاتیدو سره باید د ټیکنالوژۍ د استفادې فرهنګ هم په خلکو کې عام شي تر څو د یادو وسیلو د کارولو په برخه کې اخلاقي او معیاري اصول له پامه ونه غورځول شي.

صفي الله ستانکزی ازادي راډیو کابل