د پاکستان حکومت: ستره محکمه دې پر پرویز مشرف د سفر بندیز بېرته ولګوي

د پاکستان حکومت د دې هیواد له سترې محکمې غوښتي دي چې؛ د دې هېواد پر پخواني واکمن پرویز مشرف د سفر لرې کړی شوی بندیز دې بېرته ولګوي.

حکومت له سترې محکمې غوښتي چې؛ اجازه دې نه ورکوي، څو د پرویز مشرف نوم له هغه لیست څخه وایستل شي چې؛ بهر ته یې په سفر بندیز لګیدلی دی.

حکومت دا غوښتنه وروسته له هغې کوي چې؛ په کراچۍ ښار کې یوې محکمې پریکړه وکړه چې؛ د مشرف نوم دې له دې لیست وایستل شي او پر نوموړې دې له هیواده بهر د سفر لګیدلی بندیز لرې شي.

اویا کلن مشرف د طبي معایناتو لپاره د اپریل په میاشت کې کراچۍ ته سفر وکړ.

نوموړي غوښتنه کړې ده چې؛ بهر ته دې د ده په سفر لګیدلی بندیز لرې شي؛ څو وکولی شي، په دوبۍ کې د خپلې ناروغې مور پوښتنې ته ولاړ شي.

د پاکستان دا پخوانی پوځي واکمن په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د اضطراري وضیعت د اعلانولو له کبله په خیانت تورن شوی. نوموړی له څو نورو جنايي قضیو سره هم مخ دی چې؛ له ۱۹۹۹م کال څخه تر ۲۰۰۸ م کال پورې د ده د واک په مودې پورې تړلي دي.